په پاکستان کې يوځل بيا دتيلو بيه لوړه شوه

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | سپتمبر 2nd, 2013


په پاکستان کې دتيرو ١٤ مياشتو راپديخوا په دريم ځل دتيلو بيه لوړه شوه چې دا لوړوالى دغريب اولس دپاره يو بل ملاماتوونکى ګوزار دى . د دې بيې لوړوالى دتير کال په نبست ٣٠% ديريش ښودل شويدى چې ديوى ٢٠ کيلو وړو قيمت د ٦٠٠ څخه ٩٥٠ روپو ته همدارنګه په ټولو خوراکي توکو کې تر نيمايي زياتوالى راغى که څه هم پاکستان خپلو دولتى مامورينو ته ٣٠% سلنه تنخوا زياته ړکيده خو ځمکوال او مزدورکار بيا ددې وس نه لري چې پدې ګرانۍ کې دخپلې کورنۍ ستونزى هوارې کړىپه پاکستان کې دتحريک انصاف ګوند چې مشرى ئې عمران خان او جماعت اسلامي چې دامهال ئې منور حسين مشر دى ددى اعلان شوى بيې دلوړوالى مخالفت کړيدى .

Copyright Larawbar 2007-2024