سرنویشت ټاکونکي ټولټاکني
که له یوې خوا د ګران هېواد د راروانو ټولټاکنو خبري او بحثونه تاوده سوي دي،نو له بلي خواپه هېواد کښي د سیاسي ګوندونو تپ و تلاښ په خورا ډیر جوش او خروش سره روان دی تر څو خپل ګوند او خپله پارټی د هېواد په ګټه او د ملي مسایلو پر محور راڅرګند کړي.
ټولټاکني د یوه ازاد او ولسواک هېواد د مهمو ارزښتونو څخه دي،خو اوس سوال دا دی چي ایا هغه ټولټاکني چي دنیاوال او د نوري نړی خلګ او ولسونه یې خپل په هېوادونوکښي ترسره کوي،همدا شان دی لکه موږ چي یې په خپل هېواد کښي ترسره کوو؟
ایا زموږ ټولټاکني به د نړیوالو قوانینو اواوصولو په رڼا کښي ترسره کیږي او که دلته اوس هم خلګ د رڼو او شفافو ټولټاکنو ترسره کول ناممکنه کار بولي؟
دا پوښتنه به وخت جوابوي.
رابه سو و ټولټاکنوته،دا د شکر او د خوشحالئ ځای دی چي په افغانستان کښي ټولټاکني ترسره کیږي،ضروربه د افغانستان غیور او متدین ولس په ټولټاکنو کښي برخه اخلي او دا د دوی ستر مسؤلیت او مکلفیت دی.
او درانه هیوادوال هم د دې حق لري چي د ټولټاکنود پاره اود سیاسي ګټو وټو دپاره تر یوه چتر یا یوه ګوند تر قیادت لاندي سره راټول او دهېواد د سیاسي راتلونکي په اړه خپله کړنلاره او پالیسي و درانه اونجیب ولس ته وړاندي کړي.
خو په خورا ډیر افسوس او بدبختانه موږ دسیاسي ظرفیت او دسیاسي مباریزو په اړه لکه د نوري نړی خلګ هومره معلومات او درک نلرو.
موږ شفاف او رڼې ټولټاکني غواړو خو یوازي مو تکیه پر امنیتي اورګانونو کړي ده.
د هېواد په دې سرنویشت ټاکوونکي انتخاباتوکښي د دې هېواد هر بچئ تر خپله وسه مسؤلیت او مکلفیت لري،چي یو ښه مثال یې هغه ځوانان دي چي په مختلفونومونو یې ټولني او ادارې جوړي کړي دي.
موږد ټولټاکنو د کمپاین دپاره د پرمخ تللي نړۍ د تخنیکي وسایلو څخه ښه سالم ګټه اخیسلای سو،د مثال په توګه د فیسبوک،ټویټر او داسي نورو وسایلو څخه.
خو ډیر افسوس اوخفګان باید ووایم چي ځینو ناپوه او ناواقفه افغانانو د دې ستري او نړیيوالي اسانتیا څخه سالمه او سمه ګټه نه ده کړي بلکي هغه یې د یو شخص یایوه کاندید یا یوه ګوند په توهین او سپکو سپورو کارولي ده.
چي دا کړنه نه یوازي د کرکي او نفرت باعث کرځیدلې ده،بلکي په دې ورانه او ویجاړه ټولنه کښي د نورو دربدریو لاره خلاصوای سي.
زه د یوه افغان په توګه ستاسو څخه په خاصه توګه د هغه بادرکه او با احساسه افغانانو څخه هیله او ارزو لرم چي نور نو یوازي په سندرو او شعرونو افغانان مه تېر باسۍ چي:
که ازبک دی که تاجک دی یو افغان دی،
د دې خاوري هزاره ترکمن زمادی.
همدغه د عمل ځای دی.
د گران وطن په شیرینه غېږه کښي اوسئ!