پاسوال امین الله امرخیل دي د سرحدي لیوا مشر وټاکل شي

د لراوبر اداره | سپتمبر 4th, 2013


د نورستان ولایت د کامدیش او برګمټال ولسوالۍ د سرحدی هیواد پاکستان سره اوږده پوله لري افغان استخباراتي سرچیني خبر ورکوي چي جنګیالي غواړي
یادي دواړه ولسوالۍ د خپل یو لوي مرکز په توګه استعمال کړي خو د کامدیش او برګمتال سلګونه اوسیدونکي وايي چي کله د ختیځ زون د سرحدی لیوا مشر جنډرال امین الله امرخیل وه یاد سیمي خورا په امن کي وي او جنګیالیو نه شوی کولي چي له پولي پوري غاړي افغان لوري ته راواوړي
خو د امرخیل په نشتون کي اوس ټوله پوله د جنګیالو په لاس کي ده او په خورا ډاډمنه فضا کي کامدیش او برګمټال ولسوالیو ته تګ راتګ کوي د کامدیش قومي مشر ګلبدین نورستانۍ او دده لسګونه قومي ملګري له افغان ولسمشر حامد کرزي غوښتنه کوي چي امین الله امرخیل دي بیرته په خپله دنده وګمارل شي
نوموړي وايي که په کامدیش او برګمټال که سرحدی پولیسو په پوله ساتنه کي همداسي بیغوره وي نو نه یوازي چي نورستان به په خطر کي وغورځوي بلکي نورګاونډي ولایتونه به هم له لوي خطر سره مخ کړي د برګمټال قومي شورا تیره ورځ په برګمټال کي یوه غونډه ترسره کړي چي له نورستان والي او د هیواد له ولسمشر څخه يي په جدي توګه غوښتنه کړي وه چي د سرحدی لیوا مشری دی بیا امین الله امرخیل وټاکل شي
قومي مشر اسمعیل وايي چي ننګرهار کونړ او نورستان لپاره د سرحدی سیمو ساتني غوره کس تر امین الله امرخیل بل نه شي کیدلي
دا په داسي خال کي ده چي د نورستان امنیتي او ملکي اداري هم د امین الله امرخیل د بیا مقرري غوښتنه کوي
لا تر اوسه روښانه نه ده چي افغان دولت به د هیواد ترټولو مهمو سرحدی سیمو مشري چا ته ورکړي

Copyright Larawbar 2007-2024