توريالی ويسا: له پوهني څخه سيمه ايز او قومي تمايلات وباسئ
کندهار والي نن ددغه ولايت د پوهني رياست د مسؤلينو او مکاتبو د مديرانو سره په يوه ناسته کي، چي د نوي تعليمي کال تر پيل څو ورځي مخکي جوړيږي، له مسؤلينو وغوښتل څو پوهنيز ډګر له سياسي، قومي او سمتي تمايلاتو ليري وساتي او يوازي د تعليم لپاره هڅي وکړي.
![]()
پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په دغه جامع غونډه کي ښوونکو ته وويل، چي دى هيله لري څو يو مناسب تعليمي کال ولري، چي پر جريان کي به يې شاګردان يوازي د صنف تر چارجوب پوري منحصر پاته نسي، بلکه په ټولو بخشونو کي علمي او نظري کارونه سرته ورسوي.
نوموړي له مديرانو او سرمعلمينو وغوښتل، چي د زدکوونکو لپاره مشخص لباسونه جوړ کړي ترڅو د زده کوونکو او نورو ترمنځ فرق وسي او په دې توګه هڅه وسي، چي متعلمني په عالي روحيه او ښو اخلاقو سره وروزل سي.
هغه ښوونکو ته په خطاب کي وويل، چي تاسي د ټولني معماران ياست او په همدې فکر بايد داسي کار وکړى، چي ددې اړمني او نيازمندي ټولني لپاره بهترين معماران او جوړوونکي وروزئ.
کندهار والي له معلمينو وغوښتل، چي د زدکوونکو پر اکاډيميکو سويو د کار کولو ترڅنګ دي د هغوى اخلاقي او تربيوي برخي ته هم زيات پام وکړي او د نشه يي توکو د زيانونو په اړه دي هم هغوى ته معلومات ورکړي، څو له دې بلا په راتلونکي کي خلاص وي.
نوموړي د معارف د اوسني بهير د ښه کېدو لپاره د علمي سفرونو وړانديز وکړى او له ښوونکو يې وغوښتل، چي د اکاډيميکو سيرونو ترڅنګ هڅه وکړي، چي زدکوونکو ته د هغوى د استعداد پر اساس نومرې ورکړي.
هغه د نن ورځي په جلسه کي د ديني مدارسو چټکه وده او پرمختګ وستايه خو زياته يې کړه، چي په بايد د مدارسو د ښوونکو د معاشاتو په برخه کي هم شفافيت رامنځ ته سي او دغه استادان هم بايد د مکاتبو د معلمينو په شان له بانک څخه خپل معاشات تر لاسه کړي.
د معارف د نوي تعليمي کال د ښه پيل په هدف په جوړه سوې غونډه کي ښوونکو د کښته صنفونو د کتابونو د نه شتون څخه شکايت کاوه او غوښتنه يې کول، چي په دغه برخه کي د تعليمي کال تر پيل مخکي سته مشکلات حل سي.
ښوونکو او مسؤلينو غوښتنه کول چي بايد په معارف کي هم مکافاتو او مجازاتو ته پام وسي ترڅو ښه کارکوونکي تقدير او سلو هغه يې مجازات سي ترڅو نور ښوونکي هم ښه کارکولو ته تشويق سي.
ټولو ښوونکو نن په ياده جلسه کي ژمنه وکړه چي په ګډه به د معارف د ودي او پرمختګ لپاره به کار کوي او يوازي او يوازي به د استدادونو پر اساس له زدکوونکو حمايت کوي.