کور / اسلامي / حلال رزق – ورځنى حديث

حلال رزق – ورځنى حديث

ورځنى حديث
ليکوال: حکمت الله کندهارى
خپرندوى: لراوبر کندهار څانګه

حضرت عبدالله بن مسعود (رض) وایي : نبي کریم صلى الله عليه وسلم هدایت وکړی چي حضرت جبرایل (ع) زما په زړه کي د وحي په ذريعه را ښودلې ده چي هیڅ څوک تر داسي وخته نه مري ترڅو خپل رزق (کومه اندازه چي د ده په تقدير کښي لیکل سوي وي) پوره نه کړي .

(بیا یې وویل چي) خبردار! د الله جل جلاله څخه وبېرېږی، د رزق په ګټلو کي غوره طریقه اختیاره کړئ د رزق ناوخته ګټل تاسو ودې خبري ته تیار نه کړي چي هغه د الله (ج) په نافرماني کي وګټئ (اودرشوت ،سود او نو رو په ذریعه سره مو د نس و ډکېدو ته تیار سئ)

ځکه چي کوم چي د الله (ج) سره وي هغه د الله (ج) په بندګي سره پیدا کیږي.

(مشکواة ص ۴۵۲، شرح السنه وبیهقی فی شعب الایمان)