ميوند: دهاوان بريد ديوي كورنى ٦كسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د لراوبر اداره | سپتمبر 5th, 2013


په يوه راغورځول سوي هاوان کي تيره شپه په ميوند ولسوالي کي د شپږو شځو په ګډون د يوې کورني اته تنه غړي زخميان سول.د كتدهار چارواكو دا بريد د طالبانو كار بللى دى.
د کندهار ولايت چارواكي وايي د ميوند ولسوالي د شاغاسي کلا په مربوطاتو کي د ملي اردو د ځواکونو لخوا د وسلوالو مخالفينو د شومو اعمالو د مخنيوي او ددوي د ورانکارو پلانونو د شنډولو په موخه چاڼيز عمليات پيل سوي چي پر مهال يې تيره شپه وسلوالو طالبانو غوښتل چي د هاوان په راغورځولو سره د ملي اردو ځواکونه په نښه کړي خو هاوان په کور لګېدلي او ملکي خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغان ملي امنيتي ځواکونو لخوا زخميان ددرملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي او ورسره سم د امنيتي ځواکونو لخوا پلټني پيل سوي چي راغورځول سوي هاوان د کوم هيواد جوړ او د کومه ځايه راغورځول سوي دي.
طالبانو تر اوسه ددغي ادعا په هكله مهلومات نه دي وركړي.

Copyright Larawbar 2007-2024