کور / اسلامي / فقهي مذاهب لومړۍ برخه

فقهي مذاهب لومړۍ برخه

موضوع: په زړه پوري اسلامي معلومات (فقهي مذاهب)
ليکوال: امين الله ازروال
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : لومړۍ برخه پر له پسې لړۍ

فقهي مذاهب :

زموږ په ټولنه کي چي کله هم څوک د مذهب په اړه کومه پوښتنه مطرح کړي خلک د هغه په رابطه ډير حساس سي، زيات خلک د افراط يا تفريط لاره نيسي، څوک دا فقهي مذاهب د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې او اختلاف سبب ګڼي، او داسې تصور کوي چي ګوندې دې مذاهبو ته خلک د شريعت د مصادرو ترڅنګ د اضافي مصادرو په سترګه ګوري په دې بايد پوه سو هغه څوک چي د فقهي مذاهبو مخالفت کوي او ورته په داسې سترګه ګوري چي دا د کتاب الله او د رسول الله د سنتو په مقابل کي او يا د هغوی ترڅنګ نور مصادر ګرځول سوي دي، دوی په اصل کي د اسلامي مذاهبو په حقيقت نه پوهيږي، اسلامي مذاهب چي نه خو يې څوک بايد په څلورو مذاهبو کي منحصر وګڼي ، بلکه په حقيقت کي دا مذاهب د هغو ظني الدلاله اومحتمل الوجوه نصوصو (د قرآن او سنت هغه نصوص چي په خپله معنا باندې په ظني توګه دلالت کوي او يا له يوې معنا څخه د زياتو معناګانو احتمال لري) څخه د استنباط يو منظم کوٍښښ دی او د داسې خلکو لپاره چي د قران او سنت څخه د مستقيم استنباط توان نه لري د اسلام د يو منسجم او منظم فهم لاره هواروي، دا فقهي مذاهب په حقيقت کي يو شمېر داسې ضوابط او قواعد راپه ګوته کوي چي د هغو په نظر کي نيولو سره مونږ د نصوصو درست فهم او تفسير ته د رسيدو ترڅنګ په هغو قضاياو کي چي نص موجود نه وي، هلته د نورو دلايلو په رڼا کي د شرعي حکم د استنباط لارې چارې او طريقې هم راښيي.

مذاهب يوازې همدا څلور ندي:
———————————-

نو بناء دا ويلی سو چي د شرعي نصوصو فهم په دې څلورو مذاهبو کي منحصر نه دی بلکي د اهل سنتو په چوکاټ کي د ننه نور فقهي مذاهب هم شته دي چي په عملي توګه نن وجود نلري او منقرض مذاهب بلل کيږي لکه د امام اوزاعي، سفيان ثوري او داسې نور مذاهب خو د دې څلورو مذاهبو ځانګړتيا دا ده چي د دې لپاره کار سوی دی، په بيلا بيلو وختونو کي د علماو اجتهادات د دې برخه ګرځيدلې او د نورو فقهاو لکه ابن ابي ليلی، ليث بن سعد، سفيان ثوري او داسې نورو علماو اجتهاداتو شخصي بڼه غوره کړې او په بشپړه توګه مدون سوي نه دي که نه نو د هغوی درجه او مرتبه د دې څلورو مذاهبو د امامانو څخه په هيڅ ډول کمه نه وه.
ښه خو به دا وه چي هر مسلمان پخپله په مستقيمه توګه د شرعي نصوصو څخه استفاده کړی وای، او ځان يې د فهم او علم داسې مرحلې ته رسولای وی چي د شرعي مسايلو په فهم کي يې بل چا ته اړتيا نه درلودی، او پخپله مجتهد وې، دا خو يوه ارزو او تمنا کيدلی سي خو په واقع کي يي تحقق مستحيل او ناسونی کار دی، ځکه چي زمونږ د فقهاوو د وينا سره سم بيا خو به ټول مسلمانان ايله د علم په زده کړه بوخت و، او نور ټول دنيوی مصالح به معطل ګرځيدلي وای. له دې امله ټول عوام دې ته اړ دي چي په يو شکل او يا بل شکل د شريعت د نصوصو د فهم په اړه د علماو په فهم او اجتهاد اعتماد وکړي، همدا تقليد بلل کيږي، دا مهمه نه ده چي څوک ورته هرڅه نوم ورکوي تقليد ورته وايي او که اتباع، لنډه دا چي عام مسلمانان دې کار ته اړ دي، او دا يي يو ضرورت او اړتيا ده.
د مسئلې د ښه وضاحت لپاره د لاندې مقدماتو لوستل ضروري دي تر څو پورتنې نتيجه ترې واخلو:

لومړۍ مقدمه:
—————

په کتاب او سنت کي داسې نصوص سته چي ټاکلې اومعينه معنا نلري، بلکي له يوې څخه د زياتو معناګانو احتمال لري، همدا راز په بشري ژوند کي داسې حوادث او مسايل پيښيږي چي حکم يي په صراحت سره په نصوصو کي نه دی راغلی، دا ډول مسايل هم د شريعت په رڼا کي ځواب ويلو ته اړتيا لري.

دوهمه مقدمه:
——————

ټول خلک نيغ په نيغه او په مستقيمه توګه د قران او سنت د زياتو احتمالاتو لرونکو نصوصو څخه د استنباط توان او طاقت نه لري، او دا هم نه سي درک کولی چي کوم نص مقيد دی او کوم مطلق؟ کوم نص په خپل عموم باندې پاتې دی او کوم نص خاص کړې سوې دی؟ کوم نص په ظاهري معني حمل دی او کوم مؤول دی؟ د ظاهري تعارض په وخت کي کوم نص ناسخ او کوم منسوخ دی؟ او څرنګه د دې دواړو ترمنځ توفيق راوستل ممکن دي؟ او يا څرنګه يو نص ته په بل نص ترجيح ورکول ممکن دي؟ او د ترجيح اصول څه دي؟ او نه دا توان لري چي د کومو قضاياو په اړه چي په قران او سنت کي صراحتا حکم نه دی راغلی او ضرورت د دې شته چي د قران او سنت او نورو شرعي دلايلو لکه قياس، د صحابي قول، استحسان، عرف، استصحاب الحال، الاخذ باخف ما قيل في المساله، او الاخذ باثقل ما قيل في المساله، … او داسې نورو دلايلو په رڼا کي يې حکم وپيژني اونه خو د دې توان ورسره شته، دا انسان به څه کوي؟ څرنګه چي مخکي مو وويل دا خو به ښه وه چي دې ټولو خلکو په مباشره توګه د دې توان پيدا کړی وی چي په ظني نصوصو کي راغلي احکام يې هم پخپله استنباط کړی وی، او له نورو دلايلو څخه په استنباط هم قادر وی، خو دا حقيقت هر چا ته معلوم دی چي دا ناسونی کار دی.

درېيمه مقدمه:
—————

داسې خلکو ته چي د قران او سنت څخه نه پخپله استنباط کولاى سي، او نه د دلايلو سره د درست تعامل په اصولو خبر وي، او نه د بيلا بيلو نصوصو د ظاهري تعارض په وخت کي صحيح او درست تصميم نيولې سي، او نه د داسې قضاياو په اړه شرعي حکم ته رسيدلی سي چي آن ظني الدلاله نصوص هم پکښي نشته چي استنباط ترې وکړی سي، د داسې خلکو په باب دوه احتمالونه موجود دي:

د لومړۍ برخي پاى …