دخوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ٣٠ بستريز روغتون لپاره وداني جوړه شوه

د لراوبر اداره | سپتمبر 6th, 2013


دخوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د دېرش بستريز روغتون لپاره وداني جوړه شوه
دغه وداني چې د ((دوه څلوېښت مليونه، دوه سوه اوه اتيازره، دوه سوه پنځوس )) افغانيو په مالي لګښت جوړه شوي، ساختماني چارې يې د دوو کالونو په موده کې بشپړې شوې، چې د وږي مياشتې په پنځلسمه نېټه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
دغه جوړ شوى لوى تعمير چې په څلورو مهمو برخو کې په دوه زره پنځه سوه متره مربع ځمکه کې جوړ شوى، د دېرشو کسانو د بستر ظرفيت لري.
خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي د نادرشاه کوټ په ولسوالۍ کې ددغه روغتيايي پروژې پلي کول ډېر اړين ياد کړل او ويې ويل دغه روغتون به نه يوازې د نادرشاه کوټ ،بلکې د سپېرې او دوه مند شمل ولسواليو اوسېدونکو ته هم روغتيايي خدمات وړاندې کړي.د نوموړي په خبره دغه روغتون په ډېرو هلو ځلو سره په شپږ جريبه ځمکه کې دخوست ولايت په هغه بودجه باندې جوړ شوى، چې هرکال دغه ولايت ته د نشه يي توکو د نه کرلو په وياړ ورکول کيږي.نوموړي ددغه روغتون د ژر فعالولو په موخه تشکيلات خورا مهم وبلل، چې د ده په خبره دغه موضوع به د عامې روغتيا وزارت سره په جدي توګه مطرح کړي، ترڅو د دغه سيمې خلک چې روغتيايي خدمتونو ته زياته اړتيا لري، ستونزه يې په ټوله مانا هواره شي.
ښاغلي نعيمي له قومي مخورو مشرانو ، ديني عالمانو او ځوانانو غوښتنه وکړه، چې د ټولو ولسي ټولګټو پروژو ګټه يوازې ولس ته رسيږي، نو په همدې اساس دې هڅه وکړي، چې په ساتنه او پالنه کې خپل ملي او اسلامي مکلفيتوته ترسره کړي او هېچا ته د دې اجازه ورنه کړي، چې د ټولګټو پروژو په وړاندې تخريبي کړنې ترسره کړي.
دخوست ولايت د عامې روغتيا سرپرست ريس ډاکټرهدايت الله وويل د ولايتي ادارې په همکارۍ به په ټول توان هڅه وکړي، چې د دغه روغتون لپاره د تشکيلاتود منظورۍ په ګډون ټول لازم سهولتونه رامنځته کړي ‎.د ده په خبره د روغتون په فعالېدو سره به دلته د ساري ناروغيو،رواني تکليف،د موراو ماشوم پالنې ، د ماشومانو د سوى تعذيه،معيوبينو او نورو بېلابېل ډوله ناروغيو تداوي کيږي.
د نادرشاه کوټ ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي ناظم ځدراڼ له ولايتي ادارې مننه وکړه، چې د دوى په سيمه کې يې د روغتيايي ستونزو هواري ته لازمه پاملرنه کړي، خو غوښتنه يې وکړه، چې د دغه روغتون لپاره دې ترهرڅه دمخه تشکيل منظور کړي او دغه راز دې د روغتون د ودانۍ لپاره دڅلوردېوالۍ جوړولو لپاره هم پوره کوښښ وکړي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې له ټولو ټولګټو پروژو به په ولسي قوت سره ساتنه وکړي او چاته به د دې موقع ورنه کړي، چې په سيمه کې د پرمختګ او رغونې مخه ونيسي.

Copyright Larawbar 2007-2024