کور / تازه خبرونه / پاکستان ٧ طالب بنديان خوشې کړل

پاکستان ٧ طالب بنديان خوشې کړل

اسلام اباد :دپاکستان د بهرنيوچارود وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې څرگنده شوې چې پاکستان د افغانستان له سولې سره دمرستې له امله ٧ طالب بنديان خوشي کړي دي چې په کې ملا منصور دادالله، سيد ولي، عبدالمنان، کريم اقا، شېر افضل، ګل محمد او محمد زى دي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه وايي ، چې تيرکال يې هم ٢٦ طالب بنديان خوشې کړي دي