کور / اسلامي / وهابيان: امام ابوحنیفه رحمة الله عليه تر مجتهد کېدو مخکي دچاتقلیدکوى؟

وهابيان: امام ابوحنیفه رحمة الله عليه تر مجتهد کېدو مخکي دچاتقلیدکوى؟

جواب: دا دين د صحابه کرام رضي الله عنهم ورضو عنه نه تر اوسه پوري په تقليد سره را روان دئ او څونه احاديث چي په کتابونو کي روايت سوي دي دا ټول په تقليد او اعتماد سره را روان دي که نه نو په بخاري شريف کي چي څونه احاديث دي په دې ولي موږ او تاسو عمل کوو خو موږ او تاسو په بخاري رحمه الله اعتماد دى چي دا کس ريښتونى دئ نو ځکه د ده ټول احاديث صحيح دي اوس که احناف ووايي چي امام ابو حنيفه رحمة الله عليه ريښتونى کس وو نو د ده ټول مسائل د قران او حديث موافق دي نو په دې کي څه بدي ده؟ حالانکه د ټولې دنيا علماء او محققين په دې عقيده دي چي امام ابوحنيفه رحمه الله د خپل وخت يو لوى متقي ، پرهېزګار او عالم کس وو.
د صحابه وو په دور کي هم مکي او مدني او کوفي کي مفتيان ول چي نورو صحابه وو د هغو څخه پوښتني کوې او د هغوى تقليد بې ( به ئې )کوى . په مکه کي عبدالله بن عباس رضى الله عنه په مدينه کي زيدبن ثابت رضى الله عنه او په کوفه کي عبدالله بن مسعود رضى الله عنه مفتيان ول . که صحابه وو تقليد ته بد ويل نو ولي ئې په خپله تحقيق نه کوى او ولي په دې مفتيانو اعتماد وو او د دوى تقليد ئې کاوه.

همداسي امام ابوحنيفه رحمة الله پوري ټولو د خپلو استادانو تقليد کوى او پر هغه ئې اعتماد وو چي دا زما استاد چي کومه مسئله وايي دا د قران او حديث سره موافقه ده. بيا د امام ابوحنيفه رحمة الله په دور کي کتابت او تدوين زيات سو نو د امام ابوحنيفه رحمة الله چي کومه راهنمايي وه د قران او حديث په رڼا کي نو دا تدوين او مرتب سوه او دا سلسله تر اوسه را روانه ده.