په كوټه كې بمي چاودنې دوولسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

حبيب تاثير - کوټه | سپتمبر 8th, 2013


تازه راپورونه وايي چې څو شېبې وړاندې په كوټه كې بمي چاودنې دوولسو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله، لر او بر ډاټ كام ته د وركړل شويو مالوماتو په اساس چې وايي: نن د يك شنبې په ورځ د سپټمبر د مياشتې په اتمه نېټه د ماخوستن د لمانځه په وخت د كوټي ښار په سرياب سړك باندې بمي چاودنې دوه تنه وژلي او لس نور يې ټپيان كړې دي.

د سيمې پوليس وايي چې دغه چاودنه په ولاړ موټرسايكل كې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونكيو توكيو له امله رامنځ ته شوې ده، چې يادو كسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دوى په خبره: د پېښې ټول قربانيان يې د كوټي ملكي روغتون ته رسولي دي او د ټپيانو درملنه روانه ده، پوليس دا هم ويلي دي چې له پېښې څخه وروسته امنيتي سرتېرو سيمه په ولقه كې اخيستې ده او تر اوسه پوري يې څوك له پېښې سره د تړاو په تور نه دي نيولي دي، ياده دي وي چې تراوسه پوري چا د دغې پېښې د ترسره كولو پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

Copyright Larawbar 2007-2024