کور / اسلامي / که په دین کي تقلید وي نو بیا ولي موږ د صحابه وو تقلید نه کوو؟

که په دین کي تقلید وي نو بیا ولي موږ د صحابه وو تقلید نه کوو؟

ورځنى حديث
ليکوال: مفتي عبدالولي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه

که په دین کي تقلید وي نو بیا ولي موږ د صحابه وو تقلید نه کوو؟

جواب: الزامي ځواب دا دئ چي که تقليد شرک وي نو بيا د صحابه کرامو تقليد هم شرک دئ دا څنګه کېداى سي چي د امام صاحب تقليد دي شرک وي او د صحابه کرامو تقليد دي توحيد وي؟

تفصيلي جواب: د صحابه کرامو په وخت کي تدوين او کتابت دونه زيات نه ول. د صحابه کرامو د مسائلو کوم کتاب نسته چي په هغه کي د لمونځ. روژې. زکات او حج مفصل بيان سوى وي ، او مدون سوي وي. دا فقه حنفي د صحابه کرامو د فتواګانو مجموعه وګڼئ دې فقه او امام صاحب رحمه الله دا خواره واره ګلان راجمع کړي او يوه غنچه ئې د امت مخ ته ايښې. اوس په دې کي بدي څه ده؟