د افغان ځوان کهول د پام وړ
د دریمي نړی هیوادونه چي د نړیوال زبرځواک د اقتصادي ، سیاسي او پوځي سیاستونو له سببه د اوسنی نړی څخه تر شا پاته دي ، مجبوره دي ځانونه د نړی له اوسنیو جاري سیاستونو سره د مبارزې تر څنګ د سترو هیوادونو سره د خپلو ملي ګټو په نظر کي نیولو او له هغوی څخه د علم او پوهي حاصلولو سره سره موازي ملګرتیا وکړي . ډیری داسي ټولنیز ، سیاسي ، ، اقتصادي او پوځي رازونه او رمزونه دي چي هغه نه زبرځواکونه ویلای سي ، نه یی د دریمي نړی د هیوادونو حکومتونه ویلای سي او نه هم داسي رازونه د ټولني د عامو خلکو د درک او پوهاوي وړ وي . استخباراتي او پوځي کړني بیا د لویو اقتصادي سټو د ګټو د ساتلو په موخه داسي تصویر وړاندي کړي چي د همدې هیوادونو ( دریمي نړی ) خلک یی ټوپک پر خپله اوږه د خپل ورور د قتل لپاره اخلي . دا اقتصادي استخباراتي قوت هر څه د هر څه لپاره استعمالولای سي ( مذهب ، ژبه ، قوم ، نژاد ، سیمه ، هیواد ، سیاسي فکر … او داسي نور ) . زموږ د هیواد جغرافیې د تقدیر له مخي داسیا په زړه کي ځان ځای کړی دی . داسي موقعیت د هغو زبرځواکنو لپاره چي هیوادونه او اولسونه وزبیښي د ډیر لوی اهمیت لرونکی دی . د تاریخ په اوږدو کي له جنوب ، غرب او شمال څخه زموږ هیواد ګواښل سوی ، نیول سوی او زبیښل سوی دی . که موږ د تاریخ پاڼي راواړوونو وبه وینو چي کله هم د هیواد د سیاسي مدیریت ، اقتصادي مدیریت ، ټولنیز مدیریت اود اولسونو تر منځ وحدت ضعیفه سوی دی ، زبرځواکونو او ګاونډیو هیوادونو ته د لاس وهني او نیواک چانس برابر سوی دی . هیوادونه د اقتصاد په ښه مدیریت ، د یوه قوي مسلح پوځ او ملي استخباراتي ادارې او یوه ملي روښانه سیاسي ټیم تر سیوري لاندي وده او ترقي کولای سي .
ګرانو ځوانانو :
اوس چي په هیواد کي اقتصادي بنسټ ایښودل سوی دی ( دا چي دا سرمایه د چاده او له چا سره ده ، ستاسي راتلونکی نسل یی تعین او تثبیتولای سي ) اوس چي د نړیوالي ټولني د یوه قوي مسلح پوځ او استخباراتي اداری د جوړولو ژمنه عملي ښکاري ( پوځي او استخباراتي سیستم هم ستاسو د راتلونکي نسل په راتللو سره تغیر موندلای سي ) . د دیموکراتو ټولونو د جوړښت دریمه ضلعه د سیاسي جوړښتونو ده چي ځای یی خالي دی ، دا ځای مه پریږدی چي مافیایی ډلي او درواغجن سیاستوال یی ډک کړي ! له بله اړخه دا هیواد پر تاسو حق لري تر څو د دې هیواد د سیاسي ژوند په سمون کي ګډون وکړی .
له پرون سره مخه ښه وکړی
ښی او کیڼ افراطیت ته مرګ ووایاست
د اوسني سیاسي ډلو او جنګسالارانو مخه ډب کړی
موږ نوري جګړې ته ضرورت نه لرو چي بیا جګړه مار او ټوپک مار د سیاست ګدی ته پورته کړو
موږ یوه لایق او متخصص اقتصاد پوه ته اړمن یو ، موږ یوه لایق او متخصص سیاست پوه او دپلومات ته اړتیا لرو ، موږ هغه افغان مین متخصص ته اړ یو چي زموږ هیواد له نړی سره ومښلوي ، په خپلو افغان محوره سیاستونو یی ګټي خوندي کړي او د نړی له پرمختګونو سره یی بلد کړي .
ټول افغانان چي د نړی په هر ګوټ کي اوسي د خپلي رایي د ویلو او استعمالولو حق لري ، تاسو ځوانان چي د هیواد بشپړ اکثریت جوړوئ ، کولای سی چي د اوس واکمن فاسد ټیم او زړو ټوپکمارو سوداګرو مخه ډب کړی . راووزی او خپل ځان وښیاست ! د خپل سبا او بل سبا لپاره نن په کار یاست ! خپله ټوله تکیه پر عالم ، سیاست پوه ، دپلومات ، صادق او ریښتني افغان انسان وکړی
بری ستاسو دی !