غزل
ورځ می شپه سوه چه په لوری زما راغله
دیار غم وو لکه توره بلا راغه
په کوم لور ی به تری ځان ژغورم د تللو
دقسمت لوبه له مخ او له شا راغله
ورته کوزبه دحسینو وي سرونه
که دبخت ستاره مخته دچا راغه
داچه اوری می پر مخ باران داوښکو
زما دفکر په اسمان کی خو بیا راغله
شیخه هیر به دي اذکارشي که دی مخته
پښتنه دجنت حوره پر خواراغله
څه ازارمی دۍ اخیستئ نه پوهیږم
چه لړۍ زما پر عمر سیاه راغله
عمری او بخت خو دومره سره لری
لکه څوک چه وای ځوانی دبوډا راغله
جنوبی پښتونخوا