کور / خبرتیا او پيغامونه / په کندهار کي د علمي څېړنغونډي خبرتيا

په کندهار کي د علمي څېړنغونډي خبرتيا

 

Larawbar Live :
Kandahar University – 2013

 

هره ټولنه چي غړي ئې خپل تېر تاريخ ته په ډير دقت ګوري او له هغو څخه په ژور فکر
زده کړه کوي او دخپلي سبا (راتلونکي) له پاره ئې له هري مثبتي تجربې څخه پوره او
بشپړه ګټه اخلي او له بدي، کرغېړني او منفي تجربې څخه ئې عبرت او پند اخلي، دا
هيواد او اولس د ژوند په ګردو چارو کي تر چا نه پاتيږي او هيڅکله نه خواريږي.

د دغه اصل په روڼا کي “کندهار پوهنتون _ پاچاخان علمي څېړنيز مرکز” په پام کي
لري چي “د څلويښتو (١٣٥٢ –  ١٣٩٢) کالو له تاريخي پېښو څخه زده کړه” تر نامه
لاندي يوه علمي څېړن غونډه (سيمينار)سږکال د اکتوبر په پای کي ونيسي.

 

ددې سيمينار موخه داده، چي د هيواد ګرده پوهان، عالمان او څېړونکي، که په هيواد
کي دننه دي يادباندي، د يوملي رسالت او مسؤليت په توګه د خپل تاريخ او ملي مسايلو
په اړه د حقيقت ځلانده ډېوه د راتلونکو نسلونو مخ ته کښېږدي، تر څو په نژدې او
ليري راتلونکي کي د نظام جوړوونکي، سياستوال او عام اولس خپل حقوقي او قانوني
صلاحيتونه او مسؤليتونه، د حکومت دارۍ ښې بولګې، د ټولني لومړيتوبونه او د هغو
عملي امکانات، د تطبيق لاري چاري، ګټوري او اغيزمني وسيلې او تجربې وپېژني، په
سياست او ژوندانه کي د زغم او تعقل، زورزياتي او احساساتو پرتلنه وکړي، د دردونکو
او ناکامو تجربو له بيا تکرار څخه ډده وکړي. داسي لاري او طريقې وړاندي کړي، چي د
اغيزمني ملي واکمنۍ  بنسټونه پياوړي کړي.

د دې غرض له پاره په دې څېړن غونډه کي په څلويښتو کالو کي د هيواد پر ډيرو چارو
باندي د هري څانګي اړوند علمي او اکاډيميک شخصيتونه او موسسې، د چارو پوهان او د
نظر څښتنان خپله شننه او سپړنه (تجزيه او تحليل) د يوې مقالې په بڼه کاږي، د موضوع
تر تحليل وروسته به د اړوندي موضوع درې اړخه (برياوي يا ښېګڼي، تېروتني او
نيمګړتياوي، پايلي او مشورې) په ډېر واضح او څرګند ډول سيمينار ته وړاندي کيږي.

موضوعات:

١ – کورنى سياست:
1.ديني او مذهبي وضعيت په څلويښتو کالو کي
2.د سياسي
ګوندونو تګلاري او کړني په څلويښتو کالو کي
3.فکري جريانونه په څلويښتو کالو
کي
4.افغانى ټولنيز نظام په څلويښتو کالو کي
5.د حکومت دارۍ هنر په څلويښتو
کالو کي
6.سياسي مصلحتونه، معاملې او شخصي ګټي په څلويښتو کالو کي
7.په
افغاني ټولنه کي د ښځو ونډه په څلويښتو کالو کي
8.کودتايي مفکوره او د نظام
ړنګونه په څلويښتو کالو کي
9.لويي لاري او هوايي کرښي په څلويښتو کالو کي

10.د هيواد تشکيلاتي جوړښت او د ملکي ادارو انډول په څلويښتو کالو کي
11.ملي
ګټي په افغاني ټولنه کي په څلويښتو کالوکي
12.د قومي جوړښت په اړه راز راز
احصائې او د احصائيو ورکوونکو منابعو سياسي چالونه په څلويښتو کالو کي

٢ – دباندنى سياست:
13.افغانستان او داسلامي هيوادو د کنفرانس تر منځ اړيکي
په څلويښتوکالو کي
14.افغانستان او دګاونډي هيوادو ترمنځ اړيکي په څلويښتوکالو
کي
15.افغانستان او داروپا او امريکا (ناټو) ترمنځ اړيکي په څلويښتوکالو
کي
16.روسي او امريکايي يرغل پر افغانستان باندي، دهغه عوامل او پايلي
17.د
افغانستان جيوپولوتيک موقعيت او له هغه څخه ګټه اخيستنه
18.افغاني ډيپلوماسي او
ديپلوماتيک مراکز په څلويښتو کالو کي

٣ – علمي او فرهنګي مسايل:
20.مطبوعات او رسنۍ
21.پوهنيز سيستم، ديني
مدرسې او تر هېواد د باندي د طلباوو زده کړي په څلويښتو کالو کي
22.پښتو ژبه د
نيمه رسمي او نيمه ملي ژبي په توګه په څلويښتوکالو کي
23.دايرة المعارف او
قاموسونه په څلويښتو کالو کي
24.د کتابتونو حالت په څلويښتو کالو کي
25.د
لوړو زده کړو حالت
26.د لرغون پېژندني په اړه څېړني او پلټني په څلويښتو کالو
کي
27.د ښکلو هنرونو (موسيقي،خطاطي،نقاشي، حکاکي، ميناتوري …) بهير په
څلويښتو کالو کي
28.فرهنګي ير غل په څلويښتو کالوکي
29.عدلي او قضايي سيسټم
په څلويښتو کالو کي

٤ – پوځ:
28.پوځ( اردو، پوليس،ملي امنيت) په څلويښتو کالو کي
29.د هيواد
ځمکني او هوايي دفاعي قوت په څلويښتو کالو کي
30.د هيواد د عامه نظم له پاره
دڅارندوى قوت په څلويښتو کالو کي
31.خپل سري (ايله جاري) وسلوالي ډلي په
څلويښتو کالوکي

٥ – انرژي او چاپيريال ساتنه:
32.لوى او کوچني صنايع
33.د اوبو بريښنا او
انرژۍ حالت
34.طبيعي زېرمي او دهغو پلټنه (اکتشاف) او را ايستنه
(استخراج)
35.دژوند د چاپيريال حالت په تيرو څلويښتو کالو کي

 

۶ – کرهڼه، اقتصاد او سوداګري:
36.کرهڼيز سيسټم ته ورپېښ خطرونه او د هغوی د
مخنيوي لاري چاري
37.پر ملي اقتصاد باندي د کرهڼيز سکتور اغېزې
38.پرملي
اقتصاد باندي د دوو ګاونډيو هېوادونو (ايران، پاکستان) د سوداګرۍ اغېزې

 

‌‌‌‌که پر پورتنيو موضوعاتو سربېره داسي نور مسايل د درنو استادانو او ښاغلو
څېړونکو په ذهن کي ورګرځي، په لوى زړه کولائ سئ، هغه زموږ سره شريک کړئ.

د څېړنغونډي چوڼلي او کره مقالې به په سيمينار کي ويل کيږي او وروسته تر هغه به
په يو جونګ کي چاپيږي.

تاسو ټولو درنو استادانو او د نظرڅښتنانو ته په ډير ادب او درنښت بلنه درکول
کيږي، څو خپل منتخب سرليک او موضوع پرلاندي ايميل ادرسونو  او موبايل نمبرونو
باندي  زموږ سره اړيکي ونيسئ :

researchcenter@kandahar-university.af،

kdrresearchcenter@gmail.com

khalilsarwari2005@gmail.com

0799-850334
0703-232398
0700-325129
0700-461645

دتلي تر لسمي پوري راسره شريک کړئ او خپله مقاله به دتلي مياشتي تر (۲۵) ورځي
پوري زموږ پرايميل ادرس يا هم په کندهار پوهنتون کي د پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د
کنفرانس او څېړنغونډو د سمبالتيا څېړنڅانګي ته وسپارئ.