“لږ تر لږه ۷۰ فیصده ښځینه پولیس د جنسي زور زیاتي قرباني شوي”
د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د ملي پولیسو په لیکو کې د نارینه وو له خوا د ښځو په وړاندې د زیاتیدونکی جنسي زور زیاتي خبر ورکوي.
د ملګرو ملتونو دا ځانګړی رپوټ د د کورنیو چارو وزارت د لوړ رتبه چارواکو سره شریک شوی، خو په بشپړ ډول په مطبوعاتو کې نه دی خپور شوی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دې رپوټ ځينې برخې د هغو افغان او غربي چارواکو په حواله خپرې کړې چې؛ دا رپوټ یې لوستی دی.
ملګري ملتونه په دې رپوټ کې وايي، لږ تر لږه نوي فیصده هغه ښځې چې د دې رپوټ لپاره مرکې ورسره شوې وايي چې؛ د نارینه پولیسو له خوا جنسي تیری او زور زیاتی د پولیسو په لیکو کې یوه جدي ستونزه ده.
هغو کسانو چې د ملګرو ملتو دا رپوټ یې لوستی نیویارک ټایمز ته ویلي چې؛ لږ تر لږه اویا فیصده پولیسو ښځو چې مرکې ورسره شوې، منلې چې د جنسي ازار او زور زیاتي قرباني شوې دي.
یو شمېر پولیسو ښځو ویلي چې جنسي تیری ورباندې شوی خو د داسې ښځو شمېر زیات نه دی.
په عمومي ډول دا رپوټ داسې یو تصویر وړاندې کوي چې؛ د افغانستان د ملي پولیسو په لیکو کې ښځې په دوامدار ډول د خطر سره مخامخ دي.
نیویارک ټایمز وايي، تر دې مخکې (اکسفام) نړېوالې ادارې او د بشري حقونو د څارنې نړیوالې سازمان (Human Rights Watch) هم د پولیسو ښځو د ستونزو په اړه رپوټونه خپاره کړې دي.
خو په مخکنیو رپوټونو کې د ښځو پولیسو په وړاندې دجنسي ازار او زیاتي مسله ډیره نه وه څيړل شوې.
د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر غلام مجبتی پتنګ ویلي چې په دې وروستي رپوټ کې د راغلو خبرو په اړه شک لري.
پتنګ چې د کورنیوچارو وزارت ته د دې رپوټ د ور استول کیدو په وخت مسول وو، ویلي چې د رپوټ تر لوستلو وروسته یې یوه هیات ته د څیړنې دنده سپارلې وه خو د ده په وینا هیڅ ښځې پولیسې چې د ده هیات خبرې ورسره کړې ، دا مسله نه ده منلې.
نیویارک ټایمز د پتنګ په حواله لیکي: که چیرې پر کومې افغانې پولیسې تیری کیږي او یا د جنسي زور زیاتي سره مخامخ کیږي نو هغوی به یې حتمی خبر ورکړی وای او پټه خوله نه پاتې کیدلې.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل چې د پولیسو په لیکو کې پر ښځو پولیسو د جنسي زیاتي او ازار دا رپوټ ورته رسیدلی خو فکر کوي چې په ارقامو اوخبرو کې مبالغه شوې ده.
صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې د دې رپوټ په ویلو او څیړلو بوخت دی.
صدیقي وویل چې؛ د ښځو پولیسو د وضعیت د لاښه کولولپاره ځانګړي پروګرامونه لري چې یوه برخه یې د هغوی د شمیر زیاتول دي.
صدیقي زیاته کړه چې د پلان پر اساس به د راتلونکي کال تر پایه د ښځو پولیسو شمیر لس زرو کسانو ته لوړ کړي.
د ملګرو ملتو سازمان ویلي چې د دې رپوټ د برابرولو لپاره یې د لس فیصده ښځو پولیسو سره خبرې کړې خو نه غواړي چې جزیات یې مطبوعاتوته خپاره کړي.
د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا په افغانستان کې د بشري حقونو مسولې جورجیتا ګانون ویلي چې دوی د کورنیو چارو د وزارت سره کار کوی تر څو د پولیسو ښځو په وضعیت کې ښه والی راسي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ښځو د حقونو د یوشمیر مدافعینو په حواله وايي چې د افغانستان پولیسې ښځې د تنبیه کیدو څخه ویره لري نو ډیره ګرانه ده چې د داسې مسایلو په اړه خبرې وکړي په ځانګړي ډول کله چې په داسې پيښو کې د هغوی کوم قوماندان یا د هغه نږدې ملګري لاس ولري.
هغه پولیسې ښځې چې ټایمز خبرې ورسره کړې، وايي دوی ویره لري چې که شکایت وکړي نو له دندې به وایستل شي او یا به ډیرو لري ځایونو ته د وظیفي لپاره واستول شي نو پټه خوله پاتې کیدل غوره ګڼي.
د افغانستان په ختیځ کې یوې پولیسې ښځي د خپل هویت دپټ پاتې کیدو په صورت کې نیویارک ټایمز ته ویلي:
“زه په خپله پوسته کې د شلو کسانو سره یوځاي کار کوم او یوازنی ښځه یم. څو واره مي د خپلي تبدیلي غوښتنه وکړه خو ونه منل شوه. هر وخت چې کار ته راځم نارینه سپکې ټوکې راباندې کوي ، خو زه څه چاره لرم ؟”
دا په روان کال کې دریم رپوټ دی چې په افغانستان کې دښځو پولیسو د ناوړه وضعیت په اړه خپریږي او د جنسي ازار په شمول د هغوی پر مختلفو ستونزو خبرې کوي.
د اکسفام نړیوالې ادار ې په دې اړه په خپل رپوټ کې ویلي وو چې د پولیسو ښځو د شمیر کموالی په افغانستان کې د نورو ښځو پر وضعیت هم منفي اغیز لري.
اکساف ویلي زیاتو افغانو ښځو چې د کورني تشدد سره مخامخ دي کولای شوای چې د نارینه په پرتله په اسانۍ د پولیسو ښځو سره خبرې وکړي او خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي.