په كوټه كې د زړه د ناروغيو يو ډاكټرتښتول شوى دى

حبيب تاثير - کوټه | سپتمبر 17th, 2013


په كوټه كې يو ځل بيا د ناڅرګنده كسانو له لوري يو ډاكټر و تښتول شو، نن د سې شنبې په ورځ د سپټمبر د مياشتې په اولسمه نېټه د ماښام له لمانځه څخه وروسته د كوټي په ښار كې د زړه د ناروغيو يو ډاكټر د ناڅرګنده كسانو له لوري و تښتول شو، راپورنه وايي چې د مناف ترين په نوم د زړه د ناروغيو دغه ډاكټر د كوټي ښار ته څېرمه له پښين سټاف سيمې څخه تښتول شوى دى، دغه ډاكټر په داسي حال كې د ناڅرګنده كسانو له لوري تښتول كېږي چې په كوټه كې تر دې وړاندې هم ډېرى ډاكټران، تجاران او شتمن كسان د وسلې په زور تښتول كېږي او وروسته د زياتو پيسو په بدل كې راخوشي كېږي، خو دا نه ده څرګنده چې ډاكټر مناف ترين هم يادو كسانو تښتولى او كه د هغه برخليك څه بل دى.

Copyright Larawbar 2007-2024