د ادبي چينې يوه بله ادبي غونډه وشوه
حبيب تاثير - کوټه
د (ادبی چينه) په نوم ادبي ټولنې كوټي له لوري خپله اونيزه غونډه د تېرې جمعې په ورځ د كوټي په غوث اباد سيمه كې د يادې غونډې په دفتر كې ترسره شوه، دغه غونډه چې د قران كريم په مقدسو اياتونو باندې پيل شوه مشري يې د ټولنې ځوان غړي ډاكټر شفيع الله سايل كوله او ددغې غونډې مشر مېلمه ښاغلى ابراهيم تاج وو او له دې پرته د سپين غر ادبي ټولنې مسلم باغ ملګرو هم په كې ګډون كړى وو.
د ادبي چينه ټولنې د اطلاعاتو سكرټري سليم دادمل لر او بر ډاټ كام ته وويل: دغه غونډه چې د سبك موضوع ته ځانګړې شوې وه ډاكټر فضل الهي پتمل د سبك په اړه په زړه پوري مالومات وړاندې كړل او په خپله ليكلې مقاله كې يې د سبك پېژندنې او د سبك خپلولو له اړه مالومات ور كړل.
داد مل وايي له مسلم باغ څخه راغلي مېلمه شاعر او ليكوال هم په دغه غونډه كې وينا وكړه او په خپله وينا كې يې د ادبي چينې ستاينه وكړه او ويې ويل: موږ په دې وياړ كوو چې په دومره ناوزګاره وخت كې هم د دغې ټولنې ټول غړي چې ډېرى برخه يې ځوانان دي په زيات شمېر سره ګډون كوي او د خپلې ژبې او كلتور له پاره هلې ځلې كوي.
دادمل لر او بر ډاټ كام ته وويل: د غونډې مشر ډاكټر شفيع الله سايل په خپله وينا كې د ښاغلي پتمل د مالوماتو وركولو په اړه د هغه ستاينه وكړه او ويې ويل چې پتمل په خپلو خبرو كې د سبك په اړه په زړه پوري مالومات راټول كړي وو.
له دې پرته سايل په ځوانانو كې د استعدادونو په اړه هم خبرې وكړې او ويې ويل چې زموږ په ټولنه كې ډېرى ځوانان لوستي دي، نو په كار ده چې له خپلو استعدادونو څخه اولس ته ګټه ورسوي، د ده په خبره: ډاكټر سايل په ځوانانو باندې ږغ وكړ چې د خپلو ليكنو او شعرونو له لارې دي په خلګو كې د بيدارۍ او هڅونې لاره خپله كړي،
دى وايي د نور كله په رنګه د ادبي چينې دغه غونډه هم د پښتو او دري مشاعرې په ترسره كولو سره ماښام ناوخته پاى ته ورسېده، ياده دي وي چې ادبي چينه له تېرو څو كالو څخه په كوټه كې ادبي غونډې او مشاعرې كوي چې د سيمې د شاعرانو، ليكوالانو، د قلم خاوندانو او مينه والو ترڅنګ زيات اولسي وګړي هم په كې برخه اخلي.