کور / اسلامي / د ايمان نخښي ١٧ ورځنى حديث

د ايمان نخښي ١٧ ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث (د ايمان نخښي)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : اوولسمه برخه پرله پسې لړۍ

د ايمان نخښي:
د امامه رضي الله عنه څخه روايت دئ چي يوه سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي ايمان څه شي دئ ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : چي کله تا ته پخپل ښه عمل خوشحاله سې يعني پر ښه عمل د خوشحالۍ احساس کيې او پر بد عمل باندي درته رنځ او خفګان وي يعني په بد عمل باندي خوابدى يا خفه کېږي ، نو ته مؤمن يې .
(مسند امام احمد )