کور / شعر / د عقل برخه

د عقل برخه

عبدالباري جهاني
مار، کیشپ او موش خرما سره یاران وه
له ګیدړ سره څلور انډیوالان وه
پر یوه لار به وه تل سره ملګري
سره کړلې یې کیسې د نیژدې لیري
د ښکارونو یې جلا وه عادتونه
هر یوه کول جلا جلا ښکارونه
خدای قسمت وو هر یوه ته رسولی
و هر چا ته یې نصیب وو خندولی
څوک په لږه څوک په ډیره ګوله موړ وو
هر حیوان له خپل قسمته سره جو ړ وو
چي د شپې به یې د ښکار کیسې کولې
هر یوه به د خپل عقل لاپي کړلې
مار ویل چي زه هر ځای سم پټیدلای
چي مي سترګي د الماس نه سي لیدلای
خدای مي زهر دي په غاښ کي اچولي
چي مي وزي د غلیم تر زړه او ولي
کیشپ وویل په تلو کي به ټنبل یم
خو په وچه او اوبو کي ښکار ته غل یم
خدای راکړې ده پر شا کاسه محکمه
چي بیغمه یم د هر غلیم له غمه
موش خرما ویل وجود می دی وړوکی
چي لیوانو ته ښکاریږي خړ زړوکی
خو راکړی خدای ربړ غوندي بدن دی
د پړانګانو په کاله کي مي وطن دی
نه په مادي د چا زامي سړې سوي
نه مي غوښو د چا ګیډي مړې کړي
ګیدړ وویل پوهیږمه یارانو
در معلوم به وي چلونه د ښکاریانو
خو د ځان ساتنه هر وخت کي په کار ده
که د عقل کړي څوک لاپي دا یې لار ده
زه اوسیږمه تر څنګ د زورورو
د ځنګله د لویو لویو ځناورو
ګوزاره مي ده له څنګه د زمریانو
د ایږانو د پړانګانو د لیوانو
له زمریانو سره ګډ کوم ښکارونه
د پړانګانو پر وطن وهم مزلونه
نه له پړانګ نه له زمري سره په جنګ یم
نه لیوانو غورځولی تر ګړنګ یم

خدای کمال ماته د عقل دی راکړی
خپل نصیب یې دی تر کور پوري راوړی
د هر چا چي وي د عقل برخه کمه
کور یې نه سي خلاصیدلای له ماتمه
یوه ورځ سره روان څلور یاران وه
په خوږو خوږو کیسو سره ګویان وه
چي ناڅاپه په ځنګله کي آوازه سوه
آوازه په څلور کونجه کي خپره سوه
د ځنګله په سر کي اور دی لګیدلی
له یوې څنډي تر بلي پوري تللی
سوځوي یې که څه وچ دي که لانده دي
ورته یو دي که بینا دي که ړانده دي
یوه بل ته د ځنګله ځناور ګوري
له زمریو څخه ورک د تیښتي لوري
کیشپ وویل بیغمه یاست ملګرو
هم په عقل هم په تیښته زورورو
ما ته پلار د اور ښودلي دي چمونه
راته یاد دي یو کم سل زره چلونه
مار ویله زر چلونه مي یادیږي
نه کیشپ نه موش خرما ته معلومیږي

موش خرما ویل زه سل چله لرمه
یو په یو یې په هر ځای کي آزمییمه
زه به وګورم چي کوم یو ګړندی دی
د یارانو په ساتلو کی زمری دی
دوی په لاپو د نقشو وه لګیدلې
چي لمبې یې وې تر کوره رسیدلي
ګیدړ چیغه کړه چي زما یارانو خوارو
دا یوه لاره ده ښه تر زرو لارو
په یوه تاخته روان سو له اورونو
ځان یې واچاوه لمني ته د غرونو
د لمبو چي یې له لیري ننداره کړه
پر ملګرو یې په سرو سترګو ناره کړه
چي نه سل او نه زر لاري په کاریږي
یوه لار د مصیبت مخ ته دریږي
چي زمریان په زور مغرور پکښي وریتیږي
ګیدړان له هغه اوره پناه کیږي
چي د عقل برخي چاته رسیدلي
پر کهاله یې وي لمرونه ځلیدلي
له نړیه ښه نصیب د هغه چاوي
چي یې عقل په سیالانو کي بالا وي.

د ۲۰۱۳ کال د جولای یوولسمه – ویرجینیا