کور / راپور / بريالي هلمند د 1800 محصلينو مشر وټاکل سو

بريالي هلمند د 1800 محصلينو مشر وټاکل سو

د نومبر پر 6مه په هند کي د افغانستان په سفارت کي دافغان محصلينو د اتحاديي د رياست لپاره ټاکني تر سره سوې چي درې کسانو ځانونه ورته کانديد کړي وه چي يو يي د بست فرهنگي ټولني مشر او د بگرۍ مجلې د امتياز څښتن بريالي هلمند وو چي دا مهال په هند کي په خپلو لوړو زدکرو بوخت دى او دوه نور يي فهيم شاداب او سيد محمد کايف ول .



په نوموړو ټاکنو کي بريالى هلمند د ډيرو رايو په کټولو سره د نوري اتحاديي د مشر په توگه وټاکل سو . د رياست د تآکنو سره يو ځاي د مشورتي بورد لپاره هم تاکني وسوي چي 8 کسه د ورته بريالي سول .


د نوي اتحاديي تشکيلاتي جوړښت


مشر : بريالي هلمند


مرستيال : حمديه همدرد


د بورد غري :


1 بري منگل


2 وحدت وفا


3 عبدالله عزيزي


4 مرتضي


5 رحيم الله


6 ذکريا


7 خالد


د يادوني وړ ده چي دا مهال په هندوستان کي 1800 افغان محصيلين په خپلو لوړو زدکړو بوخت دي.






بریالی هلمند د حاجی محی الدین خان زوی  چی  په کال ۱۳۶۲ د قوس پر ۲۱ د هلمند ولایت  په کجکي   ولسوالۍ کي زږیدلی دی  ، ښونځی یی تر ۱۱ ټولګۍ پوري په پاکستان کي مخي ته وړی او ۱۲ صنف یی د لښکرګاه د هلکانو په لیسه په کال ۱۳۸۲ کي پایته ورسوی ، او دامهال (۲۰۰۷) په هند کی د سیاسي علومو په برخه کي په خپلو لوړو زدکړو بوخت دی  .