هلمند:سرحدي پوليسو پاكستانى قومندان او ٣ وسله وال وژلي دي

د لراوبر اداره | سپتمبر 26th, 2013


دشپږم سرحدي زون پولیسو دیوه پاکستاني طالب قوماندان په ګډون څلوروسلوال مخالفین وژلي او څلور نوریې سخت ټپیان کړي.
په هلمندکي دشپږم سرحدې زون قوماندان سمونوال سلطان محمود ( محمود) وايې چي تیره ورځ له غرمې وروسته پر دوه بجي دخانشین ولسوالۍ دتاغز او ملخان په سیمه کي ددویم کنډک پولیس په ګزمه بوخت وه چي وسلوال مخالیفینوپرې برید وکړ .
دقوماندان په وینا چي جګړې یوساعت دوام وکړ او په پایله کي یې دوسلوالو یوقوماندان چي پاکستانی دی او دشبکې نوم یې خطاب دی د دریو نورو ملګرو سره ووژل سو .
ترڅنګ یې څلور تنه نور وسلوال مخالیفین هم سخت ټپیان سوي او هغوۍ وسلوالو له ځان سره وړي دي .
دوژل سوي پاکستان قوماندان جسد دجګړې پرمیدان پاته سوی او دسرحدي ځواکونو لاسته ورغلی دی .
سرحدي پوليس وايي په دغه جګړه چي یو میل دراز نوف یا لیري ویشتونکی هم نیولی دی .
د سرحدي پوليسو اعلاميي له مخي په دغه جګړه چي تیره ورځ رامینځته یوې وه افغان پوله ساتونکوځواکونوته هیڅ ډول زیان ندی رسیدلی .

Copyright Larawbar 2007-2024