اوباما د ایران له روحاني سره ټيلفوني خبري وکړې
تر څلور دېرشو کالو وروسته په اول وار د امريکې ولسمشر د ايران د جمهور ريس سره په داسي حال کي ټيلفوني خبري وکړې چي د ایران ولسمشر ښاغلی روحاني د ملګرو ملتونو په غونډه کي کي تر ګډون ورورسته د نیو يارک هوايي ډګر په موټر کي پر لاره وو.
دواړو ولسمشرانو د ایران د اټومي لانجې د هواري لپاره د ټاکل سوي کاري ډلي د کار پر ژر پيلېدو هوکړه کړه.
ښاغلي روحاني الوتکي ته د ختلو د مهال خپل عکس د اوباما ټويټر ته د منني له پيغام سره واستاوه.
ددواړو ملکونو اړیکي په کال ۱۹۷۹ کي په تهران کي د امریکې پر سفارت د بريد له مهاله په پرله پسې توګه خرابي سوي وې ځکه خو ددوی تر منځ نننيواړیکو ته ددغو دوو هیوادونو تر منځ د بیا پخلایني د تاریخي ګام په سترګه کتل کيږي.