کور / هراړخیز / د محمد امين واكمن اثر(سوسيال ديموکراسي)بيا چاپ سو

د محمد امين واكمن اثر(سوسيال ديموکراسي)بيا چاپ سو

ښاغلو او آغلو !
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
۳۰ کاله وړاندی په هندوستان کی د محمد امین واکمن کتاب چی د یوهندی په لاس چی دیوداس نومیده لیکل شوی وو. هند کې په پښتو چانه ليکل کولی شول اونه څوک په پښتو پوهېدل. د زاړه دهلي په بيلي ماران کې داسې يوخطاط چې هغه هم له پښتوسره آشنانه ؤ په پښتوليکلو کی به ورسره واکمن صیب مرسته کوله. چې بلاخره په ډېرتکليف دهند په ګرمۍ کې دسوسيال ديموکراسۍ کتاب وليکل شو. په لاس د لیکلو وروسته بیا دا کتاب په سنګي مطبعه کې چاپ شو. دليکلواو هم دچاپ لګښتونه واکمن صیب د خپل جیب ورکړل.
پدی کتاب کی د سوسیال ډیموکراسۍ په اړه په زړه پوری معلومات شته دی
واکمن صیب د سوسیال ډیموکراسۍ په اړه ډیری هیوادونو ته سفرونه هم کړی دی هغه وایی..
کله چې د ۱۳۴۵ لمريزکال د وري په ۱۶ د افغان ملت جريده خپره شوه نوترې لاندې وليکل شوچ‍ې (ملي اجتماعي جريده ) پس له تخمين يو کال نه د جريدې په څلورم مخکې په انګليسي وليکل شوچې:
Publishing Organ of the Afghan Social Democrat Party
سناتورقيامدالدين خادم چې د ګوند لومړی منشي ؤ وليکل چې مونږ هم سوسيازم غواړو خوله ديموکراتيکو اصولو سره. بياهغه د ديموکراتيک سوسيازم ترسرليک لاندي يوه رساله وليکله .
د ( ۱۳۵۲ ) کال د وري په ( ۷ مه ) دګوند کړنلاره اواساسنامه د جريدې په اول مخ کې د افغان ټولنپال ولسواک ګوند کړنلارې ترسرليک لاندي چاپ شوه.
دکابل پوهنتون په انګړکې دپوهاند حبيب الله تږي سره مخامخ شوم هغه په خبروکي راته ويل چې ټولنپاله ولسواکي دسوسيال ديموکراسي ډيره عالي ترجمه ده. څو ورځي وروسته د فرهاد صاحب کورته ورغلم هغه راته ويل چې يوه سړي په تلفون کې راته ويل چې (همين ټولنپال ولسواک چی است) پاپا .
فرهاد صاحب په ځواب کې ورته ويلي ؤ “برادرهمين طورکه خودت نميفهمي من هم نميفهمم خو مقصدش سوسيال دموکرات است.”
بيا يې راته ويل چې ډېره سخته پښتودې استعمال کړې ده.
په افغانستان کې کمونسټانو ته هرڅه له مسکو نه راتلل او هغوي رهنمايي کېدل. مونږ د اډيالوژۍ له فقرسره مخامخ وو.
زه وروسته ترکي ته ولاړم اوهلته مي د سوسيال ديموکراسۍ په باب څه مطالعات وکړل. داکتردين محمد محسني د (برلاس) په نامه په افغان ملت کې دسوسيال ديموکراسۍ په باره کې څومقالې خپرې کړې. کله چې بېرته افغانستان ته راغلم نومرحوم يوسف ميړني اونوروملګرو راته ويل ته کوشش وکړه چې دسوسيال ديموکراسۍ په باره کې نوره مطالعه وکړې اومواد برابرکړې. زه بيا هندوستان ته ولاړم، هلته مې له هندي سوسيال دموکراتانو سره تماس ونيولو.
څه وخت مې مطالعه وکړه بلاخره مې دسوسيال ديموکراسۍ کتاب وليکه. هند کې په پښتو چانه ليکل کولی شول اونه څوک په پښتو پوهېدل. د زاړه دهلي په بيلي ماران کې مې داسې يوخطاط پيداکړ چې هغه هم له پښتوسره آشنانه ؤ. زه به ورتلم اوپښتوليکلو سره به مې له هغه سره مرسته کوله. چې بلاخره موپه ډېرتکليف دهند په ګرمۍ کې دسوسيال ديموکراسۍ کتاب وليکه. بيامې هغه په سنګي مطبعه کې چاپ کړ. هم دليکلواو هم دچاپ مصارف ما له خپل جيب نه ورګړل.
بيا يې کابل ته رالېږل ګران ؤ. هغه موپه پټه دخياطۍ ماشين په پوښوکې، د ښځوپه بکسوکي اوخپله ما پخپلو کڅوړوکي کابل ته وليږه، يوڅه مي په پوسته کې وليږل چه هغه دکابل ګمرک ضبط کړل او وروسته مي يولوی بار پخپله پيښورته راوړ. هغه مي يونيورستي بوک اجنسي کتاب پلورنځي ته ورکړ.
هوټل کې زما کوټې ته راغلل. ما لږ مخکې دا کتابونه يونيورستي بوک ايجنسي ته لېږلي ؤ. پوليسو له مانه دکتابونو پوښتنه وکړه ما ورته ويل چې ماسره کتابونه نشته. دغه درې دانې راسره دي دوي يوکتاب ورسره واخيست او ولاړل.
ددي خبري يادول ضروري دي چې اوس شوروي اتحاد نشته اوکمونېزم هم مات شوی خويوشمېرپخواني کمونسټان اوس هم دکمونېزم ناري سوري وهي. خو يوسوسيال ديموکرات بايد له خپلې ايډيالوژۍ نه د دفاع له پاره په کمونېزم، کپيټليزم اوسوسيال ديموکراسۍ باندې وپوهيږي. نوځکه ضرور ده چې دا کتاب ولولي.
دسوسيال ديموکراسي کتاب په سياسي علوموکې په پښتو ژبه کې لومړنی کتاب دی چې اوس يې نسخې نه پيداکيږي، ډيروخلکو د دې کتاب پوښتنه کوله.
ما ته داسې احساس پيداشو چې داکتاب بې له دې چې نوی نظر پرې وشي په هماغه پخواني شکل چې ۳۶ کاله دمخه، د۱۳۵۶ کال په غبرګولۍ ( د۱۹۷۷ ميلادي کال په می کې ) په ډهلي کې چاپ شوي ؤ يوځل بيا چاپ کړم.
هيله ده چې د ژوند په دې مرحله کې مې يوبل خدمت هم کړی وي.
ډاکټرمحمد امين واکمن
کابل، د ۱۳۹۲ د وږي مياشت.
د دوهم ځل د چاپ لیوالتیا می درلوده چی د نیکه مرغه د یو خوږ، او په پښتنی مینه مین انسان ښاغلی ډاکتر ایمل مو ئحد چی د مخابراتی او معلوماتی ټکنالوجۍ په انسټیټیوټ کی د طبیب په صفت کار کوی سره مخ شوم چی راسره یی د کتاب د بیاځل چاپ، ډیزاین، کمپوز او ایډیټ کی یی راسره د همکارۍ ژمنه وکړه په یاد دی وی چی ډاکټر صیب ایمل موئحد د (AZ)په نوم خبله مطبعه یا چاپځای لری چی تری یوه نړۍ مننه کوم.پدی کتاب کی د سوسیال ډیموکراسۍ په اړه په زړه پورمعلومات ځای پځای شویدی.تاسی کولای شۍ چی دا کتاب په وړیا توګه ترلاسه کړۍ. په کتاب کی د مهتمم بریښنالیک شته ورسره اړیکه ټینګه کړۍ.