بيت الله شريفي ته د کندهاري حاجيانو د لېږد پروسه پيل سوه

د لراوبر اداره | سپتمبر 29th, 2013


تېره ورځ د کندهار ولايت څخه بيت الله شريفي ته د کندهاري حاجيانو د لېږد پروسه بې له ځنډه او کومي ستونزي پيل سوه.

د کندهار ولايت د حج او اوقافو رئيس مولوي نورالعزيز ددغه پروسې د پيل کېدو پر مهال خبريالانو ته وويل چي بيت الله شريفي ته به د کندهاري حجاجو د لېږد پروسه په راتلونکو څلورو ورځو کي په بشپړه توګه پاي ته ورسيږي.

د مولوي نورالعزيز په خبرهچي سږ کال به د کندهار ولايت څخه تر ۱۲۰۰ زيات حاجيان مکې معظمې ته د حج د فريضې د ادايني په موخه ولاړ سي.

هغه زياته کړهچي سږ کال به د کندهار حاجيان بيله هغو ستونزو چي په نورو کلونو کي ورسره مخ ول بيت الله شريفي ته ولاړ سي او د حج فريضه به ادا کړي.

نوموړي وويل چي د تېرو کلونو په پرتله به سږ کال د کندهار ولايت د حاجيانو د لېږد پروسه پروخت او چټکه وي او هغه ستونزي چي مخکي د کندهار حاجيان ورسره لاس او ګريوان ول اوسمهال حل سوي دي او د مرکز او نورو ولايتونو په څېر به د کندهار حاجيان هم وکولاي سي چي د حج فريضه بېله ستونزو ترسره کړي.

په ورته وخت کي هغه حاجيان چي تېره شپه يې مکې مکرمې ته سفر کوي خوښ ښکارېدل او د کندهار ولايتي ادارې او حج او اوقافو د رياست هغه هلي ځلي او کوښښونه چي د حاجيانو د لېږد د پروسې د اسانتيا په موخهيې کړي مننه وکړه او زياته يې کړه چي د نورو کلونو په پرتله اوسمهال ستونزي کمي سوي دي او خلک کولاي سي چي بيله ستونزو د حج فريضه ادا کړي.

دوي زياته کړه چي په تيرو کلونو کي به د کندهار ولايت د حاجيانو پروازونه ځنډېدل او په شپو شپو به د ولسواليو او ليري پرتو سيمو خلکو په ښار او نورو ځايونو کي په ستونزو کي وخت تيروي خو سږ کال دا ستونزي هيڅ نه ليدل کيږي او يوازي د څو ساعته انتظاره وروسته الوتني پرواز ته اماده دي.

دا په داسي حال کي ده چي تېره ورځ د کندهاري حجاجو دوه پروازونه چي يو يې ماښام اووه بجې او بل يې د شپې پر دوو بجو وو ترسره سول.

Copyright Larawbar 2007-2024