کور / شعر / لکه تیارې د ماښامونو چې پیغام لري

لکه تیارې د ماښامونو چې پیغام لري

لکه تیارې د ماښامونو چې پیغام لري
داسې جانان راته د مینې خوږ الهام لري
لکه دپیربابا په بند چې بند وي
د جانان زلفې هم اوده او هم آرام لري
د یاغي توب یې هیڅ شک نشته آشنا
په بند د زلفو دې تړلئ اوس آرام لری
چې په مزل د غرونو ستړی نشي
د تورو زلفو په ځنګل کې بس ماښام لري
ځوانی دوران د لیونتوب د اشنا
په لیونتوب کې هم د ځینو خلکو پام لري
زړګی د مینې په درد نه پوهیږی
لکه ګلونه چې اغزو سره ارام لري
چې د جانان په کوڅه غلی تیر شي
داسې مینوته هم مینه احترام لر ي
بريال نایاب
سپتمبر-۳۰-۲۰۱۳