د افغانستان تعلیمی نظام شپږم فاسد نظام سو
امریکا ږغ او بین المللی خبري آژانسونه راپور ورکوی چی د شفافیت نړیوال جوړښتون اعلان وکړ چی افغانستان د تعلیمی فساد له مخی په نړۍ کی شپږم مقام لری . د شفافیت نړیوال جوړښتون چی مَقر یې په جرمنی کی دی ، وایی چی د افغانستان ۲۰ ٪ خلکو د هیواد په تعلیمی نظام کی رشوت ورکړی دی .
راپور زیاتوی چی دا رشوت د ښوونځیو او پوهنتونونو استادانو لخوا ، په حکومتی پوستونو کی د اړونده کسانو د خپلوانو او اقرباوو د مقررولو ، د تحصیلی بورسونو د توزیع لپاره بېله دې چی د محصل لیاقت او قابلیت په نظر کی ونیول سی ، او د کانکور په امتحان کی خورا زیات اخیستل سوی دی .