پاکستان د استرالیايي سرتېرو ‘افغان قاتل’ نیولی

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اکتوبر 2nd, 2013


دبي بي سي د خبر له مخې د استرالیا پوځ وايي د افغان پوځ یو پخوانی افسر چې ویل کیږي تېر کال یې په افغانستان کې درې استرالیايي سرتېري وژلي وو نیول شوی دی.د استرالیايي چارواکو په وینا دغه افسر چې د حکمت الله په نوم په پېژندل کیږي په پاکستان کې د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا د کال په سر کې نیول شوی دیوروسته تر هغه چې نیول شوی کس افغانستان ته ولېږدول شو نو ایله اوس یې د نیولو اعلان شوی دی.پر هغه تور دی چې د تېر کال په اګسټ کې یې په یوې اډې کې هغه مهال درې استرالیايي سرتېري ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل چې د استراحت په حال کې وو. اټکل دی چې هغه د وژنې په تور محاکمې سره مخامخ شي.ویل کېږي، چې حکمت الله د افغان پوځ مخکنی سرتېری دی، چې د د تېر ۲۰۱۲ اګست کې پر بهرنیو ځواکونو برید تورن شوی.د استرالیا پوځ وايي، نوموړی په تېره فبرورۍ کې پاکستان کې ونیول شو، او اوس افغان چارواکو ته سپارل شوی.استرالیايي پوځيان افغانستان کې د ناټو د ملاتړو سرتېرو دنده مخته وړي.د استرالیا د دفاعي پوځ مشر ډېوېډ هرلي خبریالانو ته وویل: “د روان کال فبرورۍ کې، رسماً استرالیا ته حکمت الله د نیولو خبر ورکړ”.د استرالیا پوځ وايي، له پاکستاني استخباراتي ادارې سره یو ځای پر دې کار کوي، چې دا کس چا نیولی.له ۲۰۰۲ کال راهیسې، افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د ماموریت پرمهال د دغه هېواد ۳۸ سرتېري وژل شوي.استرالیا ویلي، زیاتره سرتېري به یې د روان ۲۰۱۳ کال ترپایه خپل هېواد ته ستانه شي او د اروزګان ترینکوټ ته څېرمه به خپله پوځي اډه وتړي.

Copyright Larawbar 2007-2024