کور / تازه خبرونه / میرمن بوش له بامیانو لیدنه وکړه.

میرمن بوش له بامیانو لیدنه وکړه.


دامریکې د متحدو ایالاتو د ولسمشر جورج بوش میرمن لورا بوش چې نن په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلې لومړی هم د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې ددی دسفر موخه داده چې یو وار بیا په افغانستان کې د بیارغونې چاری له نیږدی وګوري ، هغې ویلي چې په نړیوالې ټولنې بیا غږ کوي تر څو جګړه ځپلی افغانستان پری نه ږدي ، هغه د کابل له هوايي ډګر نه د بامیانو ولایت ته لاړه او هلته یې دنیوزلینډي سرتیرو سره ولیدل، دغو نیوزلینډي سرتیرو ورته خپله ځانګړې ګډا وکړه ، تر هغې یې وروسته هغه سړک پرانست چې دامریکې د متحدو ایالاتو په مالي لګښت جوړ شوی هغې په بامیانو کې د بودا مجسمه هم ولیدله او په بامیانو کې یې دښځینه پولیسو روزنیز مرکز هم وکوت، لورا بوش سره بامیان ته دا مریکې په کابل کې سفیر ویلیم ووډ هم ملګری وو .