امنيت شورا د پاکستان له لوري د ګډي پولي بندېدنه وغندل

د لراوبر اداره | اکتوبر 10th, 2013


د کندهار ولايت د امنيت شورا په اوونيزه غونډه کي د پاکستان هيواد له لوري د سپين بولدک په مربوطاتو کي د ګډي پولي تړل وغندله او دغه کار يې د افغان سوداګرو د تجارت د مخنيوي هڅه وبلله.

د شورا رئيس او د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال وويل، چي پاکستان هيواد د ګډي پولي په تړلو سره، په لوى لاس غواړي افغان سوداګرو او تجارو ته دراني مالي زيانونه واوړوي.

نوموړي زياته کړه، چي دغه هيواد تر دې مخکي هم د مېوو د حاصل پر وخت باندي دغه لاره بنده کړې ده او په دې توګه سره يې سوداګرو او باغ لرونکو ته تاوانونه ور اړولي دي.

د امنيت شورا په ننۍ غونډه کي د ډيورنډ کرښي له هغي غاړي د افغانستان پر سرحدي پوستو د سپکو او درنو وسلو بريدونه هم وغندل سول او سرحدي پوليسو ته وظيفه وسپارل سوه، چي په درې اړخيزه غونډه کي له پاکستاني غاړي سره دا موضوع مطرح کړي .

د شورا رئيس وويل، چي وسلوال طالبان د پولي په بله غاړه کي د پاکستاني پوستو سره نژدې کمپونه او پټن ځايونه لري او له هماغه ځايه د افغانستان پر سرحدي پوستو د سپکو او درنو وسلو بريدونه کوي او پټيږي، چي دغه موضوع په هيڅ توګه د افغاني لوري لپاره د منلو وړ نه ده او بايد چي ژر تر ژره يې د مخنيوي لپاره اقدامات وسي.

د نن مجلس ګډونوالو د پاکستان له لوري د مخالفينو ملاتړ د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو لپاره زيانمنوونکى وباله او غوښتنه يې وکړه، چي د ټولو ډيپلوماټيکو اصولو په نظر کي نيولو سره دي دغه ملاتړ پاى ومومي.

د امنيت شورا برخوالو د راتلونکي اختر لپاره پر جوړ سوي امنيتي پلان هم خبري وکړې او ښاريانو ته يې د اختر په مبارکو شپو او ورځو کي د ښه امنيتي تدابيرو د لرلو ډاډ ورکړى.

د امنيتي قواوو مشرانو او قومندانانو له ټولو ښاريانو وغوښتل، چي د اختر په شپو ورځو کي په بېغمه زړه راووزي او له خپلو خپلوانو سره يو ځاى د اختر شپې ورځي ولمانځي.

په غونډه کي همداراز د کوکنارو کښت د مخنيوي په اړه هم بحث وسو او ټولو امنيتي ارګانونو ته وظيفه وسپارله سوه څو ټول هغه کسان چي په خپلو مځکو کي يې تر يو جريب زيات کوکنار کرلي وي ونيسي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د نوي پاليسۍ سره سم، ټول هغه کسان چي تر يو جريب يې زيات کوکنار کرلي وي، نيول کيږي او عدلي ارګانونو ته سپارل کيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024