کور / شعر / تهـداب

تهـداب

د ژوندون تهـداب ولاړپر اعــتباروي
پرخپل ځان باندي باور لرل وقار وي
ښې اړیـــکي په ټولـــنه کي که پـــالې
رشتیا وایه نیک عـمل پکښي مداروي
د ظالـــــم سره پر غــاړه مه دریــــږه
وينا هغه کړه چي ښه ورته معـیاروي
قــضاوت که د انصاف په تـله نه وي
نا اګاه به خپل د ځان سترګو ته خاروي
که ځانګري قاعده ژوند لره درک شي
پام دي وکړي چي حساب لره تیار وي
چي پرخپله کمزورتیا شي سترګي پټي
امانـــزیه سبا ورځي ته به عــــار وي
امانـزی ناروي ۰۴ اپریل ۲۰۱۳