کور / تازه خبرونه / جان کېري له ولسمشر کرزي سره پر امنیتي تړون خبري وکړې

جان کېري له ولسمشر کرزي سره پر امنیتي تړون خبري وکړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د جمعې په ورځ ناوخته کابل ته راغلی او له ولسمشر حامد کرزي سره یې د امنیتي تړون په باب خبري شروع کړي دي.
راپورونه وایي چي دغه خبري به نن د ورځي هم دوام وکړي او دواړه طرفه به کوښښ وکړي چي په مخکي پراته مشکلاتو ته د خپل اړخ په ګټه د حل لاره پیدا کړي.

د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون ځکه له خنډ سره مخ دئ، چي افغان حکومت وايي امریکا باید ومني چي که پر افغانستان هر بهرنی هیواد حمله وکړي امریکا به د افغانستان پله نیسي او مرسته بې کوي. همدا راز به امریکا د القاعده او تروریزم په پلمه روان ټول عملیات د افغان حکومت په اجازه ترسره کوي.

امریکا غواړي دغه تړون په روانه اکتوبر میاشت کي امضا کړي، خو افغان حکومت وایي په دې هکله به لویه جرګه فیصله وکړي او ولسمشر کرزي تېره اونۍ د لویي جرګې د رابللو پرېکړه وکړه.