کور / تازه خبرونه / غـور: امنيتي پوليسو ته پراخه مرګ ژوبله واوښته

غـور: امنيتي پوليسو ته پراخه مرګ ژوبله واوښته

د افغانستان د غور ولايت په شهرک ولسوالي کې د وسلوالو کسانو د يوه بريد په ترڅ کې نهه پوليس ووژل شول، پينځه ټپيان او پينځلس لا تر اوسه پر مخ ورک دي.


چارواکي وايي چې دغه پوليس د غور ولايت څخه د مرغې کلي ته روان وو چې له پېښې سره مخامخ شول.


د غور امنيه قوماندان شاه جهان نوري وويل چې پوليس يې د يوه پخواني جهادي قوماندان د بې وسلې کولو په موخه د مرغې کلې ته لېږلي وو چې تر اوسه يې د ده په وينا د پينځلسو کسانو برخه ليک نه دی معلوم.


دی دا مني چې نهه پوليس يې وژل شوي او پينځه نور يې ژوبل دي.


د غور چاوراکي وايي چې دغه پخوانی جهادي قوماندان په پلازمېنه کابل کې د ځينو چارواکو له خوا همايه کېږي، خو چارواکي د چا نوم نه اخلي.


دا لومړی ځل دی چې په غور ولايت کې پوليسو ته دومره پراخه مرګ ژوبله اوړي.


ځينې کسان چې ځانونه د ټليفون پر کرښه طالبان ښيي وايي چې بريد د دوی له لوري تر سره شوی دی