نیمروز زرنج کی دحشر پروګرام ترسره شو

جاويد احمد تنوير | اکتوبر 12th, 2013


دنمیروز ولایت په زرنج ښار کی دعامه پوهاوي او دخلکو دمرستي په موخه دښاروالي لخوا دحشر ډلیز پروګرام ترسره شو ، دغه حشر چی موخه یی دخلکو هڅونه او دښاروالي سره مرسته ده دهیواد په یوشمیر ولایتونو کی دښاروالي لخوا ترسره کیږي ، په یاد پروګرام کی
دتکواندودفدراسیون ډیری ځوانانو برخه اخستي وه ، دحشر دغه پرورګرام سهار ۹بجوپیل شوچې په پیل کې ټول ګډونکوونکي (دزرنج دتکواندودفدراسیون مشر او۴۰تنه غړي ) دښاروالي سره په ګډه دغه پروګرام پیل کړ ترڅو دښار نور ځایی اوسیدونکی وهڅوي چی په دغه ډول پروګرامونو کی چی د سیمه دپاکوالي سبب ګرځي خلک وهڅول شی ،
د تکواندودفدراسیون مشرښاغلی غلام سخی وویل چی ددوي لخوا دښاروالي سره به دا مرسته ورستي نه وبلکی هر وخت به ورسره مرسته کوي ، دحشر دغه پروګرام
دتیمورشاهی مجتمع له کوڅې څخه پیل شو اودنجارانوکوڅې ته ېې وغزاوه اودزرنج دجامع جومات دکوڅې په پاکولوېې پای ته ورساوه.

Copyright Larawbar 2007-2024