کور / هراړخیز / ښاغلي کېري، هم پر ځان او هم پر موږ احسان وکړئ

ښاغلي کېري، هم پر ځان او هم پر موږ احسان وکړئ

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد:
 
د امريکا د متحده ايالتونو قدرمن د بهرنيو چارو وزير،
ښاغلي جان کېري صاحبه

تاسو د يو عسکر په توګه پخپله په جګړه کي وخت تېر کړی او د وېټنام د جګړې وحشيتونه مو په خپلو سترګو ليدلي دي. تاسو په خپلو سترګو د بېچاره او بې وزلو وېټنامي ښځو او ماشومانو کړاونه ليدلي دي. تاسو ليدلي چي ستاسو د اړخ ملګري څنګه ژوبل سوي او وژل سوي. تاسو د سنګر د خپلو ملګرو پر بې حسابه قبرونو حاضرۍ ورکړي دي. تاسو ته د جګړې اصلي څهره بربنډه سوې ده. دا چي تاسو په وېټنام کي جنګېدلي ياست، نو تاسو ښه اندازه لګولای سئ چي ايا دغه جګړه د دومره انسانانو د ژوندونونو په قيمت ارزېدله که څنګه. ستاسو د تجربو څخه تاسو بايد دا اخذ کړی وي چي که وېټنام ؤ که عراق او که افغانستان، تاسو پکښي درانه تلفات او اقتصادي تاوانونه ليدلي دي. ايا د يادو جګړو په پايله کي ستاسو ولس ته کومه داسي د يادولو وړ ګټه رسېدلې ده؟ ايا دغه جګړې د وېټنام، عراق او افغانستان د ولسونو په ګټه تمامه سوي دي؟ د دغو جګړو وروسته پدغو هيوادونو کي ستاسو د پلويانو شمېر زيات سوی او که ستاسو څخه د کرکه کوونکو؟

 

قدرمن وزيره،
زموږ يو نسل په هغه جګړه کي برباد سو چي ستاسو د دلچسپيو لپاره مو د شوروي سره تر سره کړه. زموږ دويم نسل اوس في الحاله د شوروي سره د جګړې پر وخت ستاسو د غلطي پاليسۍ څخه نيولې بيا تر نن پوري ستاسو د روانې غلطي پاليسۍ قيمت ادا کوي او لا کړيږي. تاسو په تيرو لسو کلنو کي زموږ پر هيواد د اشغال پر وخت يو شمېر بشر ضد عملونه تر سره کړل چي پکښي د دشت ليلي د ډل وژنې ممکنه کول، د ملکي محفلونو او غونډو بمباري کول، کلي او باغونه سوځل، بېله قانوني تور څخه د زرګونو انسانانو زنداني کول، د بنديانو زهيرول او شکنجه کول، بېله محاکمې قتلونه، د شپې لخوا د ملکي خلکو د کورونو تلاښۍ او د افغانستان واک ستاسو و ناوړه ترينو افغانو او جنګ سالار ملګرو ته سپارل يادولای سو. دا د هغو څيزونو بېلګي دي چي په ټوليزه توګه ستاسو ټوله اداره پکښي تورنيږي. دا چي په انفرادي توګه ستاسو عسکرو زموږ په هيواد کي د شوق څخه ولسي خلک وژلي، د هغوی عضوې يې پرېکړي او د يادګار په توګه يې د ځان سره ساتلي، هغوی يې شکنجه کړي او ماشومان يې د مور په غيږ کي وژلي دي، هغه د لانجې بل اړخ دی. دا پداسي حال کي چي افغانان د امريکايانو سره هيڅ دُښمني نه لري او نه يوازي ستاسو سره بلکه د ټولي نړۍ سره د مساواتو او متقابل احترام پر بنسټ د سولې او ملګرۍ غوښتونکي دي.

 

هغه کسان چي تاسو ته دا مشوره درکوي چي تاسو په افغانستان کي خپل عسکر مستقر پرېږدی، هم ستاسو او هم د افغانستان د ولس سره دُښمني کوي. تاسو لطفا د افغانستان او افغانانو تاريخ ته يو ځل بيا ځير سئ تر څو تاسو د خپلو پاليسي جوړونکو په غلطه مشوره او د هغې په بېرونکو او خطرناکو پايلو پوه سئ. تاسو د خپلو جنګ سالارانو او جنګي سامان آلاتو د شرکتونو د لابيستانو پرته و امريکا ته د مخلصه او عالم امريکايي کارپوهانو څخه پوښتنه وکړئ او هغوی به تاسو ته د دې پخلی وکړي چي په افغانستان کي د امريکايي عسکرو پاته کېدل به د دواړو ملتونو لپاره تر اوس لا يو لوی ناورين رامنځ ته کړي.

 

په افغانانو کي زما په څېر د «غربځپلو» او يا په اصطلاح softies شمېر ډېر کم دی. د هغو کسانو شمېر ډېر کم دی چي پرته د توپک څخه د لانجو پر هوارولو باور لري. که تاسو په افغانستان کي خپل عسکر پرېږدی نو پدې توګه به زموږ « سافټيز» خلکو خولې هم را وتړی. بيا به په افغانستان کي نه يوازي دا چي افغانان او امريکايان جنګيږي بلکه د افغانستان ټول هغه ګاونډي هيوادونه چي خپلې لېوالتياوي په خطر کي احساسوي، هغوی به هم و دغې جګړې ته په لا زيات قوت سره راودانګي.

 

ستاسو غلطه پاليسي د دې سبب ګرځېدلې چي په افغانستان کي ډيموکراسي او ډيموکراسي غوښتونکي بدنامه او د خلکو د کرکې وړ وګرځي. دا يو تريخ حقيقت دی چي تاسو موږ ته په تيرو لسيزو کي پرته د ظالمو او په اختلاس او فساد ککړو جنګسالارانو حاکمانو څخه بل کوم شی ندی راکړی. افغانان پدې ښه پوه دي چي د ولسمشر څخه نېولې بيا تر ولسي جرګې او ولايتي جرګو ټول « د ولس استازي» په درغليو د پيسو او توپک په زور راغلي او نه د شفافو ټاکنو په ترڅ کي. ستاسو د لګول سوو پيسو هغه لويه برخه د همدغو فساديانو په جيبو کي لوېدلې ده. پدې توګه تر اوسه مصرف سوي ستاسو ټول مالي او ځاني لګښتونه عبس تللي دي.

 

که د افغانستان اوسنۍ اداره، ولسي جرګه او يا هم لويه جرګه تاسو ته د امنيتي تړون په بڼه کي د پاتېدو دعوت يا اجازه درکړي، دا به د دې مانا ونه لري چي دا د افغان ولس پرېکړه ده. افغانان په درغليو پر واک راغلي دغه کسان خپل استازي او د هغوی پرېکړي خپلي پرېکړي نه بولي.

 

زه تاسو ته د يو عام ولسي او پر سوله باور لرونکي افغان او انسان په توګه مخلصانه مشوره درکوم چي که د جګړې پر ځای په جدي توګه د سولي لاره غوره کړئ نو دا کار به ښايي نه يوازي په افغانستان کي بلکه په ټوله مسلمانه نړۍ کي ستاسو زيانمن سوی انځور تر يوې کچې ترميم کړي. زه درته ډاډ درکوم چي په افغانستان کي سوله يوازي هغه وخت ممکنه ده، چي ستاسو د عسکرو تر څنګ نور ټول بهرني عسکر د افغانستان څخه ووزي. که تاسو داسي وکړئ نو به مو هم د ځان سره احسان کړی وي او هم د افغانستان او سيمي سره. که نه نو زموږ يو شاعر  رحمان بابا وايي :

 

 د رحمان وينا به هلته در په ياد سي                 چې يو ديوال ته دې مخ وبل ته دې شا سي

 

په درناوي

سوله غوښتونکی يو ولسي افغان

احمدولي اڅکزی

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

منبع: دغه ليکنه د احمدولي اڅکزي په وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com  کي خپره سوې ده. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکني هم ولولئ:

د بن بن بازار او کش کاذبک نکل

دوی ويل زړونه به مو وگټو

د زنګاوات و نانۍ شهيدي ته