کور / اسلامي / د البقرې د سورت فضيلت ٣٢ م ورځنى حديث

د البقرې د سورت فضيلت ٣٢ م ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث (د د البقرې د سورت فضيلت)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : دودېرشمه برخه پر له پسې لړۍ

د سورت البقري فضيلت:

له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دئ چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: تاسي د خپلو کورونو څخه قبرونه مه جوړوئ يقيناً په هغه کور کي چي د البقرې سورت لوستل کېږي شيطان له هغه کور څخه تښتي.

رواه مسلم ( 780)