افغان عسکر یو امریکایی پوځي وواژه
رویټرز آژانس راپور ورکوی چی نن په پکتیکا ولایت کی یو افغان عسکر پر امریکایی پوځیانو ضربه وکړه چی له امله یې یو امریکایی عسکر وواژه . خو تر اوسه معلومه نه ده چی افغان عسکر ژوندی دی که ویشتل سوی دی او دا هم معلومه نه ده چی څو نور امریکایی پوځیان زخمیان سوي دي .
په دې وروستیو کی افغان پوځیانو پر بهرنیو پوځیانو حملې زیاتی کړي دي .