غزل
ستا د زلفو بندیوان یمه آشنا راځه راځه
له خپل ژوند سره اوس وران یمه آشنا راځه راځه
دلته زړونه لکه وږی ریبل کیږی
لکه وږی اوس خزان یمه آشنا راځه راځه
د راتلو موده دې هیڅ نه رارسیږي
انتظار سره حیران یمه آشنا راځه راځه
د ژوندون لاره اوږده ده نه لنډیږي
په یوازې تیریدو پښیمان یمه آشنا راځه راځه
هره شپه مې زړه نری نری خوږیږي
ستا له درد سره مهمان یمه آشنا راځه راځه
ټوله شپه لکه ماشوم راته ګوڼیږی
ستا غمونو ته خپلوان یمه آشنا راځه راځه
تا پخپله دي ویلی چې له خپلو ګیله کیږی
ټوله شپه ویښ په میدان یمه آشنا راځه راځه
د سپوږمۍ او ستورو مینه مې لیدلې
ستاد مینې په ارمان یمه آشنا راځه راځه
زه نایاب دجنون ستوری شوم اسمان کې
ځکه سر څیرې ګریوان یمه آشنا راځه راځه
اکتوبر-۰۹-۲۰۱۳ شپه ۱۰ بجې