کور / نثر / دژبي وروسته پاتوالی مي ستونځه ده

دژبي وروسته پاتوالی مي ستونځه ده

دکرښي را دې غاړي اردو او انګرېزي د لیک لوست هم دفتري ژبه ده لوستونکي نه دي ملامت چي ترخوشحال خان اقبال لاهوری غټ بولي :
د ۱۹۸۰ ء په لسیزو کي دا خبره په زیات شدت سره راوپارول (دسرکاري لیکوالو له اړخه) سوه چي پښتو ادب او په خصوصیت سره دپښتو اوسمهاله غزل (جدیدپښتوغزل) جمود ته مخامخ ده ،په حقیقت کي نه پښتو ادب او نه پښتو غزل جمود ته مخامخ وه اصل ستونځه یې دشخصیت رغوني او قمیت وصولول وو چي څومره به پر لوړ منصب څوک ناست وو، هم هغه به لوی شخصیت او لوی لیکوال پامیدلو او قمیت به یې هم دولتي رسنیو او مطبوعاتو د شخصیت اومنصب په رڼاکي ورته ټاکلو ،مطلب په سرکاري ټیلي وژن او رادیو چي به یې شعریا سندره خپره سوه یابه یې په سرکاري مجلوکي لیکنه یا غزل چاپ سوه نو د محترم دمنصب او شخصیت په رڼاکي یې قمیت ورته ټاکلو هم یې ټاکي :
رښتیاهم دیوه لیکوال یا شاعره که دهغه تخلیقي صلاحیتونه اخلې نویې په لالچونو اخته کړه ،سرکاري منصبدارو دا د لیکوالو دلالچ لړۍ مرکزي او ایالتي جایزو(ایوارډ) ته ور وغځوله او دا ډول د اردو،بلوڅي، سندهي ،پنجابي ،فارسي او پښتوهرکال چاپ سوونوو کتابونو ته د نغدو روپیو په بڼه جایزې ورکول پیل کړو ،دلته هم دپښتو ځینو ناحقدارو د ډېرو حقدارو سره خورا په سپین سترګي درغلۍ وکړې هم یې په ځان پسي ډېري ګوتي کږې کړې :
دې سرکاري منصبدارو لیکوالو بې دخپل شخصیت رغوني اودخپلو آثارو دچاپولو بل هیڅ ونکړو خو قبلویت یې راپکي دود وګرځولو هم یې دلهجوي توپیرونو رنځور زڼي راته وکرل چي اوس یې (دمعیاري پښتو) لاحاصله جګړه راته په برخه پاته ده :
د ۱۹۸۸ ء په لسیزو کي په بلوچستان ایالت کي د اکبربګټي حکومت بلوڅي،براهوي او پښتو په مکتب کی رسمي ژبي وګرځولې دبلوڅي او براهوي ژبو ترمنځ ستونځه دلیکدود پېښه سوه اودپښتو ستونځه د ې ګانو پېښه سوه ،زما په اند داپېښه شعوري ده اوموخه یې هم دا ده چي دپښتو ژبي په لوستلو او لیکلو کي مشکلات راپیداکړي هم دا ډول ولس او ژبه دیوه اوبله بیګانه وساتي او په ډېره اساني سره بیګانه ژبي پرولس تپلې وویني :
دیوه قام ژبه ورځني واخله هغه دي ورک کړو هم دي سپک کړو نو موږ ( د مستعمره کندهارپښتانه) دیوملت برخه خو کېدلی سو لاکن د ملت روحیه او رویه مي په پردیو عنعناتو کي اخښلې ده د دروېش دراني په قول (زما بچی په کورکي آس ته ګهوړا وایي ) خبره سپینه ده ژبه دموږ سره د ورکېدو په حالت کي پاته ده او ژبه مي اوس د کورهم پاتي نسوه تش مي دشاعرۍ او بازاري موسیقۍ وسیله وګرځیده نوولي راته وایي چي ستا پښتو معیاري نه ده ځکه په لیکنو کي دجواب پرځای ځواب کاروې :
نه پوهیږم ټیلي وژن ټکی مي ورته ولي ناسم بریښي :
یووخت مي کوم کتاب لوستلو رباب ته یې شرنګ سوټی او رادیو ته ږغ ډبلی پکي ویل سوي وو ، امکان لري دا به دهغه وخت دمعیاري پښتو اړتیا وه خو زما ستونځه دا ده په پښین او کوټه کي که د رادیو ټکی ووایم ،ملګري راته وایي فارسي زبان خونه یې ریډیو وایه او په کندهار کي که څیز یادکړې هم هغه مشکل پیداکوي لکه په پېښورکي چي راته وایي :
(مونږ په قندهاري پښتو نه پوهیږو )
زما په اند خوشحال خان خټک یوداسي پښتون وو چي دواړه لوی لهجې یې په یوه او بل کي اخښلي لرلې وروسته په (ارمغان خوشحال ) کي یې ناروا جبرورسره کړی دی ، او په اوسمهاله دوره کي دا چلند د دروېش دراني په شاعري کي در سترګو کیږي :
دروېش صاحب خولا ښه دی چي ښکرور(گ) په خوب کي ویني لا ډاریږي او د دې ښکرور ګاف له ډاره دمعاصرو نوموړو شاعرانو شاعري یې هم دلوستلو ورځني پاته سوه :
زما ستونځه دښکرور ګاف ډار نه دی ماسره دا غم دی چي ژبه دلاسه ورکوو موږ ژبه وژغورو او که ژبه سوچه کړو ؟
د ژبي د وروسته پاتوالي لوی علت مي سیاسي واک نه درلودل دي ،اوس چي دکرښي د دواړو غاړو رسنیو ،مطبوعاتو ،لیکوالو او روڼ اندو یوشریک سازمان درلودی تردامنځ شریک روابط ،غونډي ،کلتوري او ادبي میلې جوړیدلی یا مي درلودلی د ژبي یا معیاري پښتو ستونځي به مي هم ورسره اواریدلې هم به عمده تاریخي ناسپړلي مواد او افکار تبادله کیدلی ،ځکه تاریخ خو هرګړی هڅاند او روان دی دنوو موادو په لټولو سره بشپړه کیږي :
حقیقت هم دا دی زه په مستعمره سیمه کي میشت یم په سیمه او کور کي (جواب) وایو داچي په لیکنو کي ځواب یا د زښت ټکی کاروم ددې مطلب دانه سو چي زموږ په سیمه کي داټکی کاریږي یا څوک په پوهیږي یا یې په شعوري توګه په لیکنوکي کاروم ،نه داسي نه ده داټکي خوند راکوي هم یو ډول اروایي تسکین راته بخښي هم راته دپښتو شریکه شتمني ښکاري :
موږ په دې هڅه یو چي پښتو څه ډول دنصاب ژبه وګرځوو نه چي په دې ستړې دي د اوسه مبتلا پاته سو چي داټکی سوچه دی او دا پردی دی ،دا د ژبپوهانو او فاضل استادانو دنده ده چي دساختیاتو(جوړښتونو) د قوانینو په رڼا کې سپړني رابرسیره کړي او د ژبي د ودي او پراختیا لامل وروسته ګرځیدلی سي :
دپښتو دپراختیا او د ودي په لاره کي لهجوي یوالی او ورتوالی اړین دی دیوې پښتني ساحې (خصوصاً مستعمره سیمو) ادبیات ،تاریخ،ژبه ،جغرافیا ،کلتور او سیاسي موقعیت د زمان اومکان په تناظر کي څېرل او څېړل اړین ځکه دی چي دلته د ژبي د ورکېدو امکانات ورځ دربله روښانیږي د ژبي لوی لوی منصبداران او سیاسي واکمن تراوسه نه دي توانیدلي چي د ژبي د ودي په لاره کي ګامونه واخلي او ژبه ددې ایالت رسمي اودتدریس لازمي ژبه وګرځوي .