کور / شعر / دا ته څوک یې؟

دا ته څوک یې؟

دا ته څوک یې؟

چې زما د تخییل کوڅو کې ګرځې

دا ته څوک یې چې پخپل سر ورته راغلې

او زما د ذهن خونه کې دیره شوې

دا ته ځوک یې چې مې ستړي روح ته وایې:

– راشه راشه لږ مې سترګو کې دمه شه

دا ته څوک یې؟

دا ته څوک یې،

چې زما د شعور لاندې بڼ کې ګرځې

د ماضې له خاطرو مې کړې غلاګانې

دا ته څوک یې چې مې ځان پلو درکاږې

راته وایې چې وجود دې دی نیمګړی

راشه راشه چې نور نیم وجود دې زه یم

داچې ته یې، داته نه یې دا هم زه یم

زه دې رږح یم، زه دې ژوند یم زه هرڅه یم

آی آی دا ته څوک یې؟

دا ته څوک یې چې د زړه کور کې دیره شوې

زما عقل دې په سترګو کې درواخیست

زما د ژبې زما د زړه اختیار دې واخیست

آی

دا ته …دا…ته … ته ته ته …ت ت ت ت ….!!!؟

۲۰/ ۷/ ۱۳۹۲

کابل- کلوله پشته