په کندهار کی دښځو دپرده دوزۍ پروژه پرانستل شول

جاويد احمد تنوير | اکتوبر 27th, 2013


د رامپ اپ موسی په مالی مرسته د کندهار ښاروالی لخوا د ښځو چارو په ریاست کی د ۳۰ تنو میرمنو لپاره د پرده دوزی کورس رسمآ پرانیستل سو، په نوموړی پروګرام کی د کندهار ښاروالی مرستیال محمد نسیم رضایی، د مطبوعالی اړیکو مسول زمری څرګند، ښځو چارو ریسه اغلی روقیعه اڅکزی، د مدنی ټولنو استازی او میرمنو برخه اخیستی ووه.
نوموړی مراسیم چی د قرانکری په تلاوت سره پیل سول.
او ورسته د ښڅو چارو ریسه رقعه اڅکزی د کندهار ښاروالی څخه مننه وکړی چی د کندهاری میرمنو لپاره یی د پرده دوزی پراګرام د ښځو چارو په ریاست کی ورته ترتیب کړ او ددی پروګرام د لاری به و میرمنو ته د کار زمینه برابره سی.
په دغه پروګرام ۳۰ تنی میرمنی برخه اخلی چی دوه وخته به ورته د پرده دوزی په اړه زده کړی ترلاسه کړی چی د سهار او ماپښن لخوا ورته دری ساعته زده کړی په نظر کی نیول سوی دی.
ددی پروګرام د لاری به میرمنی په خپلو کورنو کی د پرده دوزی خدمات به ټولنی ته وړاندی کړی او د ددوی اقتصادی مشکلاتو ته به هم جواب ویل سوی.
د کندهار ښاروالی مرسیتال ښاغلی محمد نیسم رضایی د پروګرام په اړه معلومات وړاندی کړل چی کندهار ښاروالی کوښښ کوی چی د میرمنو لپاره نوری زده کړی هم برابری کړو او کوښښ کوو چی د میرمنو د نورو مزدوری څخه را وګرځو او په خپلو کورونو کی ورته د کار زمینه مساعده کړو.
د نوموړی کورس څخه یوتن زده کووهنکی نرګيس وایی: موږ د ښاروالی له ریاست څخه ډیر خوشحاله یو چی موږ ته یی د کار زمینه برابره کړه او له دی لاری کولای سم چی د خپل کور ورځنی مشکلات حل کړم او امید لرم چی کندهار ښاروالی د میرمنو د لپاره نوری زده کړی په پلان کی ونیسی.
غونډه د یو لړ ځانکړی له ترسره کیدو ورسته پای ته ورسیدل.

Copyright Larawbar 2007-2024