کور / راپور / ليکوال او ژورنالست عبدالصمد روحاني ځوانيمرګ سو

ليکوال او ژورنالست عبدالصمد روحاني ځوانيمرګ سو

شاعر، ليکول ، ژورناليست او د هلمند دپاره د بي بي سي خبريال عبدالصمد روحاني د نامعلومو کسانو له خوا ځوانيمرګ سو .



د هلمند څخه ازاد خبريال عزيز الله شفيع لراوبر ته په يو تليفوني تماس کښي د نوموړي د کورنۍ له خولې څخه  وويل چي : نوموړی پرون د نامعلومو کسانو له خوا د کور څخه و ايستل سو او جسد يې نن د هلمند په بولان کښي موندل سوئ دئ .


عزيز الله شفيع زياته کړه چي د نوموړي پر سر د تومانچې ۳ ډزي هم لګېدلي ؛ خو دوی نور هيڅ نه پوهيږي چي دا کار چا تر سره کړي دئ ؛ او د پيښي پړه تر اوسه چا په غاړه نده اخيستې .


نوموړي ته وړاندي هم د وسلوالو له خوا څو – څو ځله د مرګ ګواښونه سوي وه .



 


ځوانيمرګ عبدالصمد روحاني - چي د مړي جسد يې تر تښتولو وروسته د هلمند په بولان کښي وموندل سو.


ځوانيمرګ عبدالصمد روحاني - چي د مړي جسد يې تر تښتولو وروسته د هلمند په بولان کښي وموندل سو.


ځوانيمرګ عبدالصمد روحاني - چي د مړي جسد يې تر تښتولو وروسته د هلمند په بولان کښي وموندل سو.