کور / تازه خبرونه / د افغان محصل نوی اثر په هند کي چاپ سو

د افغان محصل نوی اثر په هند کي چاپ سو

بشري حقونه او نړۍ وال سازمانونه د افغان محصل محراب الدین واکمن او د هغه د هندي ټولګی وال پریکشیت کې نایک ګډ اثر دئ، چي په انګلیسي ژبه د Human Rights & International Organizations تر عنوان لاندي تازه په میسور ښار کي چاپ سوی دئ.
محراب الدین واکمن د کرناټکا ایالت په میسور پوهنتون کي د سیاسي علومو او اقتصاد پوهنځي د دریم کال محصل دئ.

دغه اثر په روانه انګلیسي ژبه لیکل سوی، په ۵۰۰ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه له چاپه راوتلی او د کرناټکا ایالت په ټولو کتابپلورنځیو کي خپور سوی دئ.

د کتاب محتوا د بشري حقونو پر پېژندنه، تاریخ، قوانینو، له دې حقونو څخه د سرغړونو او د هغو نړۍ والو سازمانونو پر مفصله پېژندګلوي راڅرخي، چي د بشري حقونو د تامین په لار کي فعالیت کوي.

ښاغلی واکمن وايي بشري حقونه یوه ډېره مهمه موضوع ده او هر انسان له زېږېدو څخه تر مرګه، آن تر مرګ وروسته هم باید له یادو حقونو څخه بې برخي نسي.

د دې اثر د مخکتني په غونډه کي چي د میسور په سینټ فیلومیناز کالج کي جوړه سوې وه، پر سوونو هندي او بهرنیو محصلینو او استادانو سربېره د هندوستان د جنوبي ایالتونو د پولیسو د څار مشر، د حسن ولسوالۍ د جرمونو د څارني مشر، د پولیسو افسرانو او د کرناټکا ایالت ډیرو دولتي چارواکو ګډون کړی وو.

د غونډي برخه والو هر یوه په خپل نوبت د دې اثر پر ارزښت خبري وکړې، محصلین یې د دې کتاب مطالعې او په دې برخه کي نورو لیکنو ته وهڅول.

ښاغلي واکمن د خبرو پر مهال له خپل همکار پریکشیت کې نایک او د کتاب د خپروونکي له مرستو څخه مننه وکړه، او ویې ویل چي پښتو ترجمه به يې د روان کال په ډسمبر میاشت کي افغانستان ته د چاپ دپاره ولېږي، چي هیواد مېشت افغان محصلین او لوستونکي ګټه ځني واخلي.
د میسور پوهنتون یوه پروفیسر وویل، دا لومړی ځل دئ چي یو بهرنی محصل پر دغسي مهمه موضوع ځانګړی اثر لیکي او په انګلیسي ژبه خپرېږي.

ښاغلی واکمن وايي اثر یې د کرناټکا ایالت په ټولو کتابخانو کي موندل کېږي او ډېر ژر به یې انلاین هم خرڅلاو ته وړاندي کړي.