دزابل ارغندابی وګړي وایی اوس یی امنیت سم شوی دی
جاويد احمد تنوير
ددي ولسوالي یوشمیروګړي وایی په خپله ولسوالۍ کی یی ورسته ترهغه امنیت سم شوچی نړیوال سرتیري تري راووتل او په سیمه کی ورته دولت محلي پولیس ځاي پرځای کړل ، دوي وایی ارغنداب دامهال دامنیتي پلوه ډاډ منه ده او کومه امنیتي ستونزه نه ترسترګو کیږی ، ددغه اوسیدونکو په خبره په ارغنداب کی ټوله ستونزه نړیوالو سرتیرو جوړه کړي وه ،
ارغندابي وګړي پداسی حال کی په خپلي ولسوالۍ کی امنیت دډاډ وړبولي چی دغه ولسوالۍ یو وخت دوسله والو طالبانو مرکز بلل کیدل او اکثره مهال به یی ددولت پروړاندی دوران کارو کړنو دترسرکولو په موخه دهمدغه ځایه تشکیلونه بسته کول ، سمیزو اوسیدونکو وایی له دولت سره یی مرسته زیاته کړي چی له مخي یی دسیمي په امنیتي برخه کی هم تغیرات راغلي دی ، بل پلو دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني وایی دټولو ولسوالیو لپاره یی داسی محلي پولیس په دندو ګومارلي ترڅو دسیمي خلک خوشحاله وساتي او هغوي بی ځایه ونه زوروي ، دیادوني وړده چی دطالبانو داعلامیو له مخي چی سږ کاله به دټاکنو دګډوډ ولو په موخه په خپلو جنګي او ماین ښخولو تاکتیکونوکی زیاتوالي راولي ، دطالبانو دعلامیو له مخي چی دغه جنګونه به تریوي سیمي محدود نه وی بلکی دهیواد به کچه به خپلو بریدونوته زورو ورکوي طالبانو دخپلو بریدونو دزیاتوالی یادونه پداسی حال کی کړی چی دکورنیو چارو وزارت له وړاندی دټاکنو لپاره دپراخو امنیتي تدابیرو دنیول خبر ورکړي وه . ،