کور / تازه خبرونه / د صمد روحاني سره مو ستونزه نه درلوده – طالبان

د صمد روحاني سره مو ستونزه نه درلوده – طالبان


په داسي حال كي چي د بي بي سي د خبريال عبدالصمد روحاني وژنه د نړيوالو مطبوعاتو سر ټكي ګرځېدلي، په افغانستان كي د دولت ضد وسله والو طالبانو هم د نوموړي وژنه غندلې ده.


د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي چي دوى له ارواښاد صمد روحاني سره هيڅ راز ستونزه نه درلوده.


قاري يوسف ويلي داچي نوموړي خپله دنده په بې طرفي پر مخ وړل، نه يوازي دا چي د وژني تر شا يې د طالبانو لاس نسته، بلكي دوى يې وژنه غندي.


د بي بي سي د پښتو، دري او انګريزي ژبو خبريال عبدالصمد روحاني پرون د هلمند له مركز لښكرګاه څخه تښتول سوى او نن يې مړى د لښكرګاه ښار ته نيژدې د بولان په هديره كي وموندل سو.


د نوموړي د كورنۍ په وينا د روحاني پر سر څو مرمۍ لګېدلي او د هغه د مړه جسد ترڅنګ له پرتې چړې څخه ښكاري چي وژونكو د هغه د حلالېدو هڅه هم كړې ده.


د روحاني كورنۍ وايي چي وژونكو د هغه موټر، كمپيوټر او تليفونونه هم له ځان سره وړي دي.


د ښاغلي روحاني پر مړينه په كور دننه او بهر د ليكوالانو او ژورناليستانو بېلابېلو ټولنو خواشيني ښودلې او له حكومت څخه يې په دې اړه د جدي پلټنو غوښتنه كړې.