د ١٧ وسله والو د وژلو ادعا وسوه
عطاالله محمدي
د کورنيو چارو وزارت څخه يوه خپره سوې خبرپاڼه ليکي چي د هيواد په بېلابېلو برخو کي ئې د عملياتو پر مهال اوولس وسله وال وژلي، پنځه ئې ټپيان کړي او شاوخوا دوولس کسان ئې ژوندي نيولي.
خبرپاڼه ليکي چي دا فوجي عمليات ئې په کندهار، غور، ننګرهار، وردګ، پکتيا، هرات او نورو ولايتو کي ترسره کړي.
د يادوني وړ ده چي وسله والو طالبانو د حکومت دا ادعا ردوي.