کور / تازه خبرونه / دننګرهارپه دوو ولسوالیو کښي ګډ تصفیوي عملیات ترسره سول

دننګرهارپه دوو ولسوالیو کښي ګډ تصفیوي عملیات ترسره سول

دننګرهار امنیتي چارواکي وايي چي دشاهین(۲۰) په نوم ګډ تصفیوی عملیات دننګرهارولایت د دو ولسوالیو بتي کوټ او مهمندرې په اړوندو ساحو- وتکی تنګی ، ګړباوه ، سلطان خیل ،باسول ، بند بابا ، دامان ټل اولاچیانو کلي کښي دیادو ولسوالیو دولسونو دسوکالۍ په موخه پیل سول. یاد ګډ عملیات پرون دسهار پر ۶ بجو پیل سول چي دما زیګر تر څلور بجو پوري ئې دوام وکړ چی په پایله کښي ددوو تنو سره یو ځای دوه میله کلاشنکوفونه او درې ترشک لاندي کسان نیول سوي. چارواکي وايي چي په دې عملیاتو کښي امنیتي ځواکونو او ملکي وکړو ته کوم زیان نه دئ اوښتئ.