زابل دکابل کندهار دلوی لاري غله دچلونکو ژوند ګواښي
جاويد احمد تنوير
له هغه ورسته چی په هیواد کی ناامنۍ زیاتي شوی ورسره سم دغلاو ګراف هم جګ شو . دکابل کندهار لویه لاره هم دهغه لارو څخه شمیرل کیږی چی هره ورځ ورباندی وسله وال غله ولاړ وی او دخلکو مالونه لوټوي ، ددغه لاري یوشمیر چلونکی وایی دوسله والو طالبانو په نامه کسان ولاړو ی او موخه یی غلاوی وی ، دوي وایی دطالبانو له نامه څخه یو شمیر وسله وال غله سو استفاده کوي او خلک لوټي ، دچلونکو په وینا ځيني داسی سیمي هم شته چی دپولیسو په نامه دخلکو مالونه لوټیږي ، دوی وایی دولت باید ددغه ډول کسانو مخنیوي وکړي،
بلخوا دزابل امینه قوماندان که څه هم وسله والي غلاوي نه ردوي خو زیاتوی چی تیره شپه یی دنیازیانو پرلویه لاره دوه وسله وال غله دوسلو سره یوځای نیولي دی ، نوموړي وایی نیول شویو کسانوپه خپلو جرمنو اعتراف هم کړي دي
که څه هم وسله والو غلوته روانو ناامنیو دغلاو ښه زمینه برابره کړي ده خو چارواکی وایی دمعلومات پر بنسټ یی همیشه پلټني کړی او دداډول کسانو په نیولو سره به خپل مسؤلیت ادارکوي ، داپداسی حال کی ده چی دلوی لاري چلونکی کواښ کوي او وایی که دغلاو مخه ونه نیول شوی نو دکابل کندهار دلوی لاري دبندولوتصمیم به ونیسی ،