کور / اسلامي / د ډوډۍ په خوړلو کي که ….. ٤٤م ورځنى حديث

د ډوډۍ په خوړلو کي که ….. ٤٤م ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث (که د ډوډۍ په شروع کي بسم الله ….)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : ٤٤مه برخه پر له پسې لړۍ

د ډوډۍ په پيل کي که چيرې بسم الله هيره سي .
د عايشې رضي الله عنها څخه روايت دئ، چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي : کله چي يو له تاسو څخه خوراک کوي نو بسم الله دي ووايي. که چيري په پيل کي بسم الله ويل ورڅخه هېر سول، نو بيا دي ووايي ( بسم الله اوله و آخره ) شروع کوم د الله په نامه په شروع د خوراک او په پاى د خورا کي.
صحيح رواه ابو داود ( ۳۷۶۹ ) و الترمذي ( ۱۸۵۸ )