په بټي کوټ کښي ددولت مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

جان محمد مهربان | نوومبر 4th, 2013


دننګرهارامنیتي چارواکي وايي چي په بټي کوټ کښي دګډو امنیتي ځواکونو له خوا دچاڼیزو عملیاتو په نتیجه کښي ددولت نهه مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دننګرهاردرالېږل سوې خبرپاڼي دجزیاتو له مخي، په یادوعملیاتو کښي دملی پولیسو اړوند چټک غبرګون ، ریزرف عملیاتي او دشاهرا قطعاتو ، دبټي کوټ ، غني خېل او مهمندرې ولسوالیو امنیه قوماندانیو، ملي اردو او عامه نظم پولیسو برخه لرله .
دننګرهاردامنیه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شیرزاد په وینا،یادو کسانو دتورخم جلال اباد پر لولارمسافر زورول او دپیسو ترلاسه کولو په موخه به ئې تښتول اوبې ګناه وګړي به ئې وژل .
یادعملیات دبټي کوټ په تکښيه ، چهاردهې ، امبارخانه او کوچيانو کلیو کښي ترسره سوي ، چي په پایله کښي ئې څلور تنه ددولت مخالفین وژل سوي، پنځه تنه ئې ټپیان دي او دشلو شکمونوکسانودنیولو ترڅنګ ئې له مخالفینو څخه دوه راکټ انداز، یوپیکا ، پنځه دراکټ انداز ګولۍ ، یوه سراچه موټر او یو موټر سایکل په لاس راوړی دئ. ددننګرهار امنیتي چارواکي وايي چيپه دغو عملیاتو کښي دعامه نظم یو ساتنمن او دملي اردو یو سرتېری برسېرن ټپیان سوي دي. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Copyright Larawbar 2007-2024